Sep 052013
 

رحمان بونېري

د نړۍ مخ په وړاندې تلي قامونه ، د هغوۍ  ملي رهبران  اقتصادي يا معاشي پوهان او دانشوران روانه پيړۍ د سائينس، ټيکنالوجۍ، علم ، پوهې  او ترقۍ پيړۍ بولي او دوئې په دې هر څه نازکوي- په داسې کې ، د پښتنود اکثريت د پلار نيکه په قيصو ، ځپلي او مخلي روايتونو ، داستانونو ، عقيدو او جذباتو په خېالي دنيا کښې پا تې کېدل ماته خپله قامي الميه ښکاري ـ

Continue reading »

May 202013
 

لیک: قانونپوه علي خان محسود

د 1974 م کال د جون په میاشت کښې خان عبدالولي خان د لندن نه د کابل په لاره راتلو،  نو موږ ئې کابل ته ستړي مشي ته ورغلي ؤ. په ما پسې وارنټ  ؤ او بابا ویل ، چې ځان  نیولو ته ور نه کړې، نو زه په افغانستان کې د اجمل خټک صیب سره پاتې شوم. Continue reading »

Jan 212013
 

Khan Abdul Ghaffar Khan, Bacha Khan (c. 1890 – 20 January 1988)

لیک: علي خان محسود، جرمني
د انسان سره دغه پوښتنه پیداکیږی چې باچاخان د عدم تشدد لاره ولي خپله کړه ـ هغه څه وو -چې بابا په دې لار روان شو. ؟
باچا خان په داسي خاوره کې زیږیدلی وو – کومه چې د انسان د مالوم تاریخ نه هند ته د وږیو او تږیو قبیلو،قومونو او لښکرو د تللو لاره او ګذرګاه پاتې شوي ده. لویه پښتونخوا (د امو سیند نه تر اباسین پوري ) دشخې شولنګې (جنګ جکړي) ډګر پاتي شوی دی. زمونږ خاوره د هند او مرکزي ایشیا تر منځ پرته ده ،هر چا چې هند ته د تګ تکل کړی دی نو لومړی کبړي او پهلواني ئې زمونږ سره شوی ده، ځکه چې دروازي او ټولي لاري ئې زمونږ په خاوره کې دي.اول ئی زمونږ دروازه ټکولي ده، یا برباد او یا بریالي هند ته کوز شوي دي. ددې شخړو او جګړو په وجه ئي ځمونږ دولس ، زراعت ، تجارت، ښارونه او کلي ټول تباه کړي دي.
کله چې به په منګولیا او سایبیریا کې ددغه نیم وحشي خلکو ابادي سیوا شوه او یا به وچکالۍ واخستل نو ددوۍ به اول ګوزار په چین ؤ، داچې د چين حکومت پیاوړی او زوره ور ؤ نو دوۍ به ئی په شا وتنبول. بیا به دغه وحشي خلک د مرکزي ایشیا په لار په مونږ رامات شول. ځمونږ هر څه به دغو وحشیانو تالاوالا کړل. ددوۍ لپاره ښارونه، کلي،زراعت او تجارت (سوداګري) ټول بې ارزښته او فضول شیان ؤ، لکه ملاخان چې وطن ویجاړوي ، دغه شان به دوۍ کول، چینیانو په دغه وحشیانو پسي د٬٬چین دیوال ٬٬جوړ کړ. Continue reading »

Jan 032013
 

پايندخان خروټی

د خپل زړه خواله له تاسو سره شريکولو تر مخه زه د پښتو اليکټرونک، پرنټ او سوشل ميډيا سره د مسلسل ربط او تعلق په بنسټ دا خبره په ډانګ پيېلي کووم چي په پښتو پرنټ ميډيا (رسنۍ) کښي ليکوال انټرنېشنل يو موقر او موثر ترين مجله ده. د سائز او سرکوليشن فيګر په هکله کيدلای شي چي په کابل او کندهار کښي تر دې غټ اخبارات و رسائل وجود لري مګر دEfficiency and Effectivenessپه هکله ليکوال په صحافتي افق باندي نن هم بې ساري مخ پروړاندي درومي. چي د دې دپاره د ليکوال انټرنېشنل هر لوستونکی او ليکوال د ډاډ ګيرني وړ دی. Continue reading »

Jan 032013
 

ليک : ډاکټر کيتونا نسرين، سابق سفير آف هنګري، يورپ

ژباړه: پائند خان خروټی

نوټ:. ډاکټر کيتونا نسرين د براعظم يورپ د هنګري هيواد لخوا په پښتون افغان  سياسي قبله ګاه پای تخت کابل کښي سفيره پاته شوې ده. ډاکټر صاحبه د ټولو مترقي اوپه زياته د پښتون پلوڅ د خپل واکۍ د غورځنګو سره تړلي انسانانو سره بې کچه مينه لري په اوسني وخت کښي دا د افغانستان سائنټيفک اينډ سټريټيجک ريسرچ سينټر د مشري په حيثيت خپله دنده تر سره کوي. د پښتو ژبي  علاوه دا نزدې په يو درجن بېلابېلو ژبو باندي عبور لري ، د دې سره سره ډاکټر صاحبه د يو تحقيقي او تخليقي ذهن خاونده ده. د دې په کوشش او خواهش باندي د دې دغه ترجمه شوې ليکنه په دې مينه او هيله کتونکو ته رسيږي چي دو ی به د خپل وس توان مطابق د خپل ماضي په رڼا کښي او د اوسني غوښتنو سره سم ګام واخلي راځی چي موږ ټول د ډاکټر صاحبه د زړه خواله د زړه په غوږ واورو او بيا د پلي کولو لپاره غور پر اوکړو. Continue reading »