Jun 082007
 

اِنا لله
وَاِنا اِلَيْهِ رَاجِعُون

نن د اختر منير د ګوتو د وېنا دنيا ګونګه وه ګوتې ئې شلې وې ولې د تخيل الوت ئې
دومره تېز وۀ چې د احساس په وزرو تر لرې لرې د خيال په دشتو کښې ګرځېدۀ او چې کله
ئې خيال په ځائې شو نو د صوفې نه پاڅېد نېغ لاړ برش ئې راواخستۀ او خپل نيمګړى
تصوير ته ودرېدۀ او چې څنګه ئې برش تصوير ته نزدې کړۀ نو ګوتې ئې ودرېدې. بس برش ئې
کېښود او بيا صوفې ته لاړ. دم ختلے کوږ ووږ کېناستو او سترګې ئې په کمره کښې لګېدلو
تصويرونو او سينرو کښې وټومبلې. نن ددې تصويرونو خالق خپل تخليق ته پام وړے وۀ. بيا
پاڅېدۀ او يو تصوير ته ودرېدۀ او ځان سره وګوڼېدۀ
"اوهو دا ځوانى، دا خمار، دا جمال، دا جلال، دا انداز، دا کمال، دا ښائست"

Continue reading »

Jun 082007
 

چغې

تراب خپل د دريو کالو ګلالے خپلې سينې سره نيولے وۀ او دا ئې تلوسه وه چې څۀ وخت به
هسپتال ته ورسى چې ډاکټر صېب ددۀ د زړۀ ټکړه وګورى او داروګان ورته ورکړى چې ددۀ د
سينې دردونه قلار شى. کۀ ددۀ په وَس کښې وے نو فلائنګ کوچ به د سترګو په رَپ کښې
رسېدلے وۀ او هډو چرته سټاپ به ئې نۀ وۀ کړے؛ خو څۀ ئې کړے وے د بل د وس کار وۀ او
چې يو ځل ددۀ ګلالى ټوخى سره ساه ونيوله نو په دۀ وارخطائى راغله او ډرائيور ته ئې
ووې
" اُستاذ لږ تېز ځه ډېر مۀ ودرېږه."

Continue reading »

Jun 082007
 

افسانې

څنګه چې فلائنګ کوچ په تېز رفتار زغلېدۀ دغه شان د جمال سوچونه هم په تېزۍ زغلېدۀ. ځکه چې هغه ادبى اجلاس ته روان وۀ او دۀ ته د خپلې افسانې “قانون” خامۍ او خوبې وړاندې وړاندې کېدې، ځکه چې نن د هغۀ افسانه تنقيد ته وړاندې کېده. خو ددۀ د سوچونو کړۍ هغه وخت وشلېدې څۀ وخت چې ددۀ په خوا کښې يو زلمى سګريټ بل کړو. دۀ خو ورته په خُلۀ هيڅ ونۀ وئيل ولې اکر ئې ورته خراب شول او دې سوچ يوړو چې عجيبه خلق دى هډو دا سوچ نۀ کوى چې زما په داسې حرکت به بل ته څومره نقصان ورسى او چې څۀ وخت په فلائنګ کوچ کښې ناست په يو سپين ږيرى د لوګى د وجې ټوخے ولګېدو نو دۀ ددې زلمى نه په تريو تندى تپوس وکړو

Continue reading »

Jun 042007
 

فنکاره

چې څنګه ورته خداې پاک ښائسته لوړه ځوانى ورکړې وه دغه شان لکه د شپېلۍ خوږ اواز ئې
هم ورکړے وۀ. چې څۀ وخت به دا سټېج ته راروانه وه، نو داسې وزن دار قدمونه ئې
اوچتول لکه چې هر قدم سره په زرګونو زړونه اوچتوى او چې څۀ وخت به سټېج ته راورسېده
نو مائيک به ئې لاس ته کړو. دنګه غړۍ به ئې اوچته کړه، زلفې به ئې يو طرف ته ووهلې
او بيا به ئې تورې غټې سترګې ناستو خلقو ته راواړولې. دغه وخت به خلقو فرمائشونه
شورو کړل. هغې به په پستو سرو شونډو په مسکا کښې ووې:
" د ټولو فرمائشونه به پوره کړم."

Continue reading »

Jun 022007
 

يخ جُوس
د جون د مياشتې پنځلسمه وه اسمان اور ورولو، زمکې د ډېرې ګرمۍ نه چکونه لګول. زۀ د جهانګيرى په چوک کښې ولاړ وم د بس انتظار مې کولو د ماسپښين د دوه بجو علامه به وه، د سړک تپ راته مخ سوزولو. سوچ مې کولو چې داسې موسم کښې د کور نه وتل لويه مجبورى وى ګنې ځان په اور کښې سوزول دى. د ځان په شان مې نور ډېر خلق بدحاله په سټاپ ولاړ وليدل. د بس انتظار مې هم کولو او دې سوچ هم وړے وم چې پېسه عجيبه شے دے د ګرمۍ او يخنۍ دواړو علاج ورسره شته دے. بدنصيبه زۀ يم چې تراوسه پورې سائيکل قدرې هم نۀ لرم، وګوره دا هم انسانان دى چې تورې شيشې ئې ځان پسې رابندې کړې دى او په ګرمۍ کښې د “اے سى” د يخو هواګانو نه مزې اخلى. دوى ته ګرمى څۀ وئيلے شى.

Continue reading »