Dec 312013
 

   Krifدسليمان لايق له سترګو اوښکې راونې وې، ورته مې وويل: «ولې اوښکې تويوې؟» ويل: «د خوښۍ اوښکې دي، ما د دې حالت هيڅ تصور هم نه کاوه، اوس نپوهيږم چې خوب وينم او که په ويښه يم.د ثور انقلاب هغه رازونه چي په لومړي ځل افشاکيږي

امين په عاجزۍ او موسکا سره ماته وويل: تراوسه دې زما دوه وړانديزونه منلی دی، يو دا چې د ښځينه و خونې ته ټول ګروپ داخل نه شو، د ښځو او ناروغانو د زحمت باعث نه شول يوه نړۍ مننه کوم.

دريم وړانديز دا دی چې اوس شپه ډېره تېره شوی او ګهيځ ته کم وخت پاتې دی او تاسو هم ستو مانه شوی ياست ، په همدې کوټه کې کښېنو او چای څښو، سبا کيږي او د ورځې په رڼا کې سهار په ۷  بجو يو ځای قوماندانۍ ته ځو.

 

ليک: جنرل عمرزی, ژباړه: سيد عبدالله باچا

Continue reading »

Sep 052013
 

رحمان بونېري

د نړۍ مخ په وړاندې تلي قامونه ، د هغوۍ  ملي رهبران  اقتصادي يا معاشي پوهان او دانشوران روانه پيړۍ د سائينس، ټيکنالوجۍ، علم ، پوهې  او ترقۍ پيړۍ بولي او دوئې په دې هر څه نازکوي- په داسې کې ، د پښتنود اکثريت د پلار نيکه په قيصو ، ځپلي او مخلي روايتونو ، داستانونو ، عقيدو او جذباتو په خېالي دنيا کښې پا تې کېدل ماته خپله قامي الميه ښکاري ـ

Continue reading »

May 202013
 

لیک: قانونپوه علي خان محسود

د 1974 م کال د جون په میاشت کښې خان عبدالولي خان د لندن نه د کابل په لاره راتلو،  نو موږ ئې کابل ته ستړي مشي ته ورغلي ؤ. په ما پسې وارنټ  ؤ او بابا ویل ، چې ځان  نیولو ته ور نه کړې، نو زه په افغانستان کې د اجمل خټک صیب سره پاتې شوم. Continue reading »

Jan 212013
 

Khan Abdul Ghaffar Khan, Bacha Khan (c. 1890 – 20 January 1988)

لیک: علي خان محسود، جرمني
د انسان سره دغه پوښتنه پیداکیږی چې باچاخان د عدم تشدد لاره ولي خپله کړه ـ هغه څه وو -چې بابا په دې لار روان شو. ؟
باچا خان په داسي خاوره کې زیږیدلی وو – کومه چې د انسان د مالوم تاریخ نه هند ته د وږیو او تږیو قبیلو،قومونو او لښکرو د تللو لاره او ګذرګاه پاتې شوي ده. لویه پښتونخوا (د امو سیند نه تر اباسین پوري ) دشخې شولنګې (جنګ جکړي) ډګر پاتي شوی دی. زمونږ خاوره د هند او مرکزي ایشیا تر منځ پرته ده ،هر چا چې هند ته د تګ تکل کړی دی نو لومړی کبړي او پهلواني ئې زمونږ سره شوی ده، ځکه چې دروازي او ټولي لاري ئې زمونږ په خاوره کې دي.اول ئی زمونږ دروازه ټکولي ده، یا برباد او یا بریالي هند ته کوز شوي دي. ددې شخړو او جګړو په وجه ئي ځمونږ دولس ، زراعت ، تجارت، ښارونه او کلي ټول تباه کړي دي.
کله چې به په منګولیا او سایبیریا کې ددغه نیم وحشي خلکو ابادي سیوا شوه او یا به وچکالۍ واخستل نو ددوۍ به اول ګوزار په چین ؤ، داچې د چين حکومت پیاوړی او زوره ور ؤ نو دوۍ به ئی په شا وتنبول. بیا به دغه وحشي خلک د مرکزي ایشیا په لار په مونږ رامات شول. ځمونږ هر څه به دغو وحشیانو تالاوالا کړل. ددوۍ لپاره ښارونه، کلي،زراعت او تجارت (سوداګري) ټول بې ارزښته او فضول شیان ؤ، لکه ملاخان چې وطن ویجاړوي ، دغه شان به دوۍ کول، چینیانو په دغه وحشیانو پسي د٬٬چین دیوال ٬٬جوړ کړ. Continue reading »

Oct 142009
 

اتفاق تر
کومه حده امکان لري؟
عبدالهادي حيران

په کال ٢٠٠٢ کې زه د کراچۍ نه پېښور ته راغلم او د بېرته تللو نه يوه ورځ مخکې د يو
کراچيوال ملګري په لارښودنه د ساهو ليکونکيو مرکې په اونيزه غونډه وربرابر شوم. ستر
ليکوال قلندر مومند خپل يو غزل تنقيد ته وړاندې کړى و. د ډېرو خلکو لپاره د هغه په
غزل تنقيد کول يوه د اعزاز موقع وه نو د ليرې ليرې ځايونو نه خلک غونډې ته د ګډون
لپاره ورغلي وو. د غونډې په پاى کې له پېژندګلوى وروسته ما قلندر صېب ته خپله
کتابچه ورکړه چې څه راته پکې وليکي. هغه خپل دا شعر وليکلو:

قلندره دا ارمان به ګور ته پټ وړم
"اتفاق په پښتانه کې پېدا نه شه"

Continue reading »