Jan 032013
 

ليک : ډاکټر کيتونا نسرين، سابق سفير آف هنګري، يورپ

ژباړه: پائند خان خروټی

نوټ:. ډاکټر کيتونا نسرين د براعظم يورپ د هنګري هيواد لخوا په پښتون افغان  سياسي قبله ګاه پای تخت کابل کښي سفيره پاته شوې ده. ډاکټر صاحبه د ټولو مترقي اوپه زياته د پښتون پلوڅ د خپل واکۍ د غورځنګو سره تړلي انسانانو سره بې کچه مينه لري په اوسني وخت کښي دا د افغانستان سائنټيفک اينډ سټريټيجک ريسرچ سينټر د مشري په حيثيت خپله دنده تر سره کوي. د پښتو ژبي  علاوه دا نزدې په يو درجن بېلابېلو ژبو باندي عبور لري ، د دې سره سره ډاکټر صاحبه د يو تحقيقي او تخليقي ذهن خاونده ده. د دې په کوشش او خواهش باندي د دې دغه ترجمه شوې ليکنه په دې مينه او هيله کتونکو ته رسيږي چي دو ی به د خپل وس توان مطابق د خپل ماضي په رڼا کښي او د اوسني غوښتنو سره سم ګام واخلي راځی چي موږ ټول د ډاکټر صاحبه د زړه خواله د زړه په غوږ واورو او بيا د پلي کولو لپاره غور پر اوکړو.

د ډاکټر نجيب الله پېغام په اوسني تناظر کښي

رښتيا هم د نړۍ والو ځواکونوله افغانستانه وتل به د هېواد برخ ليک له خطرات سره مخا مخ کړي. ځکه تر اوسه پوري افغانستان په خپلو پښو درېدولو سم توان نه دی موندلی نو کېدای شي چي ګډوډي رامنځ ته کړي بلکې د خانه جنګي امکان به زيات شي. مګر که چيري د ډاکټر نجيب الله رجيم په پام کښي ونيسو په کوم وخت کښي چي د سويت يونين فوځونو په وتلو وو نو ددې بر عکس به موږ په لومري وار دا خبره په خوشګوار حېرت کښي واچوي. په حقيقت کښي په دې اړوند د زدکړي دپاره دلته غټ توپيراو پند شتون لري.

د نجيب الله اولسي حکومت او جېنوا معاهده:

۱)            د نړۍ واله سياست په حقله 91-1986دوره د ګڼ شمېر سيمه ايز تنازعات ختمولو او د نوي نړۍ والو معاهدو کولو دوره وه. په دې وخت کښي د عراق او د ايران تر مينځ جنګ اختتام پذير شو. د Namimbia تنازعه د يو معاهدې په صورت کښي پای ته ورسېده او تر ټولو زيات اړين کار دا اوسو چي سوويت يونين او رياست امريکه Rejkjavijkکښي په دې خبره سره په يوه خوله سو چي د نړۍ څخه به Bipolar world Order به ختمه وو. د افغان د شخړي د اوارېدلو لپاره جېنوا معاهده د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوويت يونين او رياست امريکه په شمول لاس ليک شوه. چي هغه د Rejkjavijk تړون برخه وه. دغه ټول پړاو ته ترتيب جوړولو دنده د جمهور رئيس ډاکټر نجيب الله په ځان اخيستې وه چي هغه په مئ 1986 کښي نه يواځي د ببرک کارمل وروسته افغان رئيس جمهور جوړ سوی وو. بلکې د خلق ډيموکريټک پارټۍ ايس سي هم جوړ شو. په 14 اپريل 1988 د جېنوا معاهده لاس ليک شوه. د افغانستان او پاکستان د دې دوه اړخيزه معاهدې مطابق به دوی د يو بل په اندورني معاملاتو کښي هيڅ ډول مداخلت  نه کوي. د جېنوا معاهده بنسټ پر دې دليل ولاړ وو. چي که په افغانستان کښي بېروني مداخلت خاتمه کيږي.نو بيا به سوويت يونين لا افغانستانه وځي. نو هله بيا افغان حکومت په دې باندي راضي شو چي سوويت يونين ځواکونه دي تر 15 فروري 1989 پوري دي له افغانستانه ووځي. د فوځونو د وتولو مرحله UNMOGAPتر څارنه لاندي تر سره شوه. د جېنوا په معاهده کښي د سوويت يونين او رياست امريکه دواړه په دې خبره متفق شول چي د افغانستان په اندروني معاملاتو کښي به مداخلت نه کيږي. او دوی د افغانستان د مسلې يو سياسي حل ګارنټي ورکړله. پاکستان يې پابنده کړی چي دی به د افغان مخالفو قوتومرسته نه کوي. او نه به د افغانستان خلاف ناروا عمليات کوي.بلي خواته سوويت يونين د کابل حکومت په مرسته هيڅ ډول پابندي نه ولګېده. دغه په دې دوه اړخيزه معاهده کښي باقاعده ومنل شوه. مجاهدين چي هغه د جېنوا معاهده برخه نه وو. دا معاهده يې تسليم نه کړه. د 6 اپريل او 15 اپريل په منځ کښي اولسي چڼ په هغه سيمو کښي وشول کوم چي د کابل حکومت په کنړول کښي وې. په جون کښي يو اولسي حکومت جوړ کړل شو. په 6 جولائي 1987 کښي نوی آئين چاپ شو چي د هغه منظوري لوی جرګې په 1988 کښي ورکړه. په15 فروري سوويت يونين آخري فوځي دستې هم له افغانستان نه بېرته خپل هېواد ته ستون شوې.

۲)  د جلال آباد جنګ:

                د سوويت يونين د فوځ د واپسي وروسته د امريکه انټلجيسن دا اټکل وکړو چي د ډاکټر نجيب الله رجيم به له درو څخه تر شپږ مياشتو په منځ کښي دننه رانسکور شي. مګر داسي وه نه شو. سوويت يونين خپل شاته يو مستحکم رياست پرېښودو چي هغه د مسلح ، ديانتدار او ماهرانه ځواکونه ، سماجي اصلاحات او د جديديت ولوله يې درلوده. د کابل حکومت د نړېدو هيڅ ډول اثار نه کړو ښکاره. بلکه د دې برعکس بلي خواته مجاهدين د خپل منځني اختلافاتو په وجه د نفاق او شقاق ښکار شو. د پاکستان پخوانۍ وزير اعظم بېنظير بهټو او په اسلام آباد کښي د امريکه سفير رابرټ بي اوکلې د نجيب رجيم رانسکور کولو او د کابل او پېښور په منځ کښي دننګرهار جلال آبادقبضه کولو کار يې نور چټک کړی. امريکه او پاکستان دواړو دا خواهش او کوشش وو. چي د روايتي جنګ په ذريعه باندي افغان وطن قبضه کړي. د سوويت يونين څخه د ويت نام غچ اخيستل د امريکې تکل وو. جبکه پاکستان غوښتل چي په جلال آباد کښي د مجاهدينو حکومت جوړ کړي. ګلبدين حکمتيار وزير اعظم او سياف وزير خارجه جوړ کړي. مګر پای تخت کابل ډېر تځفظات درلودل. سوويت يونين خپل شاته يو جديد مليټري ټيکنيکل، ډېره اسلحه، ايندهن، د کلو  خوراکي مواد او مسلح فوځ يې  په وطن کي پرېشي وو.په هغه وخت کښي افغانستان 55 زره فوځ ۱۷ زره صدارتي ګارډدرلودی. هلته قبائلي مليشا اربکس او د سرکار حمايتي مليشا چي هغه براے راست د صدارتي حکم لاندي وي. په دې قبائلي مليشو کښي د دوستم ازبک جوزجاني مليشا تر ټولو زياته چي تعداد يې څلوېښت زره وو.سرکاري نوم يې 53 انفينټري ډويژن وو.

                په ميلادي کال 1989 کښي باقاعده د کابل حکومت د افغان سرکار حمايتي مليشو سره 1568 ټينکه، 2000-BMP-I,BRMD  اوBTR 828  مسلح ګاړياني، 1600 V   ټن ټرکس،4880ارټلري اسلح ، مضبوطه فضايه سره لهMIG-21 200    ، MIG – 23    ,    MIG – 27 SU – I71،SU-20،SU-22او 14 جنګي هلي کاپټريې درلود د دې علاوه فراګ ميزائل 1300سکډ ميزائل او يو څه لونه ميزائل يې درلودل تر ټولو ښه او غټه اساسه د افغان حکومت  ماهر او رښتني حمايتيان وو. د ننګرهارجلال آباد د دفاع د افغان آرمي يولسو ډويژنو وکړه چي د ويني تر  اخري قطرې پوري يې د ژوند او وطن دفاع وکړه. جلال آباد ننګرهار ښار معاصره کېدو منصوبه د آئي ايس آئي ميجر جنرل حميد ګل جوړه کړه. د پلي کېدو غړ غشه يې ګلبدين ، سياف ته او د عرب د کرايه قاتلانو ته يې ورکړه. د پاکستان ايف سي هم په دې کښي برخه واخيستله د مارچ په پنځمه باندي دوی حمله وکړه. په دې کښي احمد شاه مسعود او د عبدالحق فوځونو برخه نه واخيسته. او د وی دواړو د لاجسټک لاره يې د سرکار لپاره پرانيستې وه.د مارچ په 25 باندي د سرکار کانوايي په ښار ور ګډي شوې. او د ننګرهار جلال آباد دفاع د سکډ لونه ميزائل او ايم آئي 12 جنګي هيلي کاپټر په ذريعه وشوه.

                افغان سر بازانو زوره وره دفاع وکړه او د مجاهدونو حمله يې پر شا وتمبوله او په دې ډول يې دوی له توهين اميز شکست سره مخامخ کړو . دا د دويم نړۍواله جنګ وروسته تر ټولو غټ د بېلسټک ميزائلو جنګ په تاريخ کښي ثابت شو . د دغه شکست وروسته حميد ګل هم له خپلي دندي لري کړل شو او د ده په ځای نوی د آئي ايس آئي کمانډر شمس الرحمن کالو په دنده وګومارل شو. هغه هم د خپلي پخوانۍ طريقه کار په حق کښي د سياف او حکمت يار ډېرو کمانډرانو له افغان حکومت سره جوړه وکړه او په 1992 کښي نزدې 70زره جنګجو خلګ حکومت ته تسليم شول. دا 1990 کي د خلق پارټۍ دويمه کانګره جوړه کړل شوه. خلق ګوند د وطن ګوند په نامه ونومول شو. له پخواني سياسي لاري څخه پر نوې لار روان شو.

۳)        د بينن سيوان منصوبه:

                د ننګرهار جلال آباد جنګ د جنګ فتح د افغانستان پر سياسي مستقبل باندي ډېره زياته اغېزه وشندله د شمالي او جنوبي د وېش سوچ د يو پراخ بنسټه قامي روغي جوړي لا را همواره کړه.د ډاکټر نجيب الله د ملي يوالي او د خاوري تماميت په رڼا کښي د عام انتخابات له مخه يو عبوري حکومت جوړه ول . او قرار قرار اولس ته طاقت منتقل کولو سوچ ته ملګرو ملتو په ټينګه حمايت وکړی. د جېنوا معاهده د پلي کېدو نګراني د ملګرو ملتو ځانګړي ډلي UNMOGAP   او OSGAPډلي کوله   UNMOGAP   غړ غشه ماجرين واپسي مرسته يې کوله جبکه OSGAPتر 1996 پوري د قامي روغي جوړي پوري بېرته تقويت ورکوی. د بينن سيوان چي د ملګري ملتو جنرل سيکرټري ځانګړی استازی او د پورته يادشوو دوو ډلو مشر وو. د سياسي لاري چاري سنجولې او د ډاکټر نجيب الله او مجاهدينو تر منځ يو تړون کولو هڅي کولې. پر پرامن طريقه باندي په اقتدار کي برخه اخيستلو کار دوام درلود مګر د ډاکټر نجيب الله په خپلو خلګو له خپل منځي اختلافات په وجه دا پای ته نه ورسېده په دې وجه د نړۍ والو قوتودلچسپي هم په دې کښي کمه شوه ، امن بحالول يواځي د ملګري ملتو لپاره اړين شول. په 1992 کښي ډاکټر نجيب الله استعفی ورکړه او د ملګرو ملتو ځانګړي استاذي دا تېروتنه وکړه چي ډاکټر نجيب الله يې په استعفی په ورکولو باندي مجبوره کړلو. د عبوري حکومت د نه جوړه ولو په وجه يوه نوې خلا رامنځ ته شوه.

پندونه:

يو مضبوط او مستحکم ملټري او سياسي قوت بايد چي زوره ور او وطن دوست رياست ته وسپارل شي .په دې لړ کښي د ډاکټر نجيب الله دواړه د روغي جوړي پاليسي او ميکنزم ته نفاذ لاره اواره کړل شي. اوس هم وخت شته او خپل ملت او وطن د ګډ وډۍ ، انتشار، او خانه جنګۍ څخه د ژغورني نوي لاري چاري سنجولو مواقع موجوده دي. کړکېش موږ ته دغه پند راکوي چي د نن عمل د سبا تاريخ جوړيږي.

[suffusion-the-author]

[suffusion-the-author display='description']