Jan 032013
 

پايندخان خروټی

د خپل زړه خواله له تاسو سره شريکولو تر مخه زه د پښتو اليکټرونک، پرنټ او سوشل ميډيا سره د مسلسل ربط او تعلق په بنسټ دا خبره په ډانګ پيېلي کووم چي په پښتو پرنټ ميډيا (رسنۍ) کښي ليکوال انټرنېشنل يو موقر او موثر ترين مجله ده. د سائز او سرکوليشن فيګر په هکله کيدلای شي چي په کابل او کندهار کښي تر دې غټ اخبارات و رسائل وجود لري مګر دEfficiency and Effectivenessپه هکله ليکوال په صحافتي افق باندي نن هم بې ساري مخ پروړاندي درومي. چي د دې دپاره د ليکوال انټرنېشنل هر لوستونکی او ليکوال د ډاډ ګيرني وړ دی.

د ډېره وخته مي دا خواهش په زړه کښي ژوندی دی چي د وخت پوهان او دانشوران په يوه څېړن غونډه کښي راغونډ کړم. چي په هغه کښي د دې خبري په عقلي اوساينسي بنيادو هر اړخيزه جاج واخلي چي پښتون د تاريخ په اوږدو کښي د اغيار چالاکۍ خوړلی دی او خپلي بې عقلۍ ؟ زه د خپل دغه دېرينه خواهش سر ته رسولو په لټه کښي ووم د په ليکوال فورم باندي د پښتون قام پرستۍ په اوسني دريم پړاو باندي څېړني او څرګندوني پيل شوې. او بلي خواته په نړۍ واله کچه د پښتون افغان د بقا او فنا جنګ فيصله کن مرحلې ته نزدې شوی دی. چي په مذاکرات او ډيلنګ کښي د مدعۍ سست او ګواه چست کيسه غالبه ده.  دا هم زموږ قامي او تنظيمي کمزوري ګڼل کيږي. چي د توري او توپک د جنګ هنر تر نورو بهتره لرو مګر دجديد ميډيا په جنګ کښي بد بختانه نن هم خالي لاس ولاړ يو . اهل علم او دانش مو ازادانه احتساب او تنقيد نه شي کولای او نه خپل تېر شوي تاريخ ته په يو نوي انداز کتلو توان يې موندلی دی. اوسنی پښتو ادب او سياست خو له لحاظ او خاطر څخه ډک دی. په دې هم هر سړی پوهـ دی په قامي تحريک کښي بې ځايه لحاظ او خاطر د قام او وطن په تاوان تماميږي. ښه به دا وي چي تر وروستي شر د اوسنی خپل شرم ختم کړو. که د خود احتسابي او خود تنقيدي په لړۍ کښي د ځيني يارانو قد، کرسۍ يا جعلي معتبري ته په کښي زيان رسيږي. نو ودي رسيږي، ځکه دلته چند غټان او نېکان نه بلکې اولس او وطن اوليت لري،اجمل خټک د خپل کوټلي احساس څرګندونه په داسي انداز کوي:

غټان غټان نېکان نېکان پيدا دي

دوی خو له ځايه جنتيان پيدا دي

ځی هغه خوارو له جنت وګټو

څوک چي د موره دوزخيان پيدا دي

ښکاره خبره ده چي د ډاکټر نجيب الله شهيد تر استعفی ورکولو وروسته پښتون افغان من حيث الملت له ډېرو خوني مناظر او ناسياليو سره مخامخ شو. د ده شهادت وروسته د کابل او پېښور واټن زيات شو، چا پاکستاني ائيرپورټ مچولو، او چا د مسلم ليګيانو سره له نيوي سره نوي ياري تازه کړې. د ډي ايس ايف د انقلابيانو امريکن سپونسر شپ هم رابرسېره شو. هغه پښتانه اهل قلم  او انفارميشن افسران چي تر پاروند پوري يې جهادي ميډيا او مجاهدينو ته پټ پټ ليکونه کول هغه يو ځل بيا د قام پرستۍ د شمع طواف شروع کړی. په سياست او ادب کښي څوک بيا صوفيان، حاجيان او تبليغيان جوړ شول. په دې لالچ چي جنازه کښي مي تعداد زيات شي. ټول تر تنقيد او فشار لاندي شول او يو ځل بيا حساب له سره شو. دا په تاسي باندي اړه لري چي پر موږ باندي مسلط شوي عالمي غوبل ته په جنېوا معاهدکښي د امريکه نا روا عزائم نوم ورکوی او که د ملګري ملتو پخوانی استازی بينن سيوان په پنځه نکاتي اېجنډا کښي د اقوام متحده د منافقت نوم ورکوی. خو په جېنوا معاهده کښي د سويت يونين اخلاص او د بينن سېوان سره د ډاکټر نجيب الله د قام او وطن د ښه سباوون په خاطر د صدارت له چوکۍ څخه استعفی ورکولو قرباني به هيڅ کله نه هېروو.

امريکي سامراج او د هغه بغل بچيان د اشرارو په لاس د پښتون افغان کوګل يې غلبېل غلبېل کړو د فتوو او فتنو سوداګرانو د وطن هر لوټه او کاڼی د بې ګناه انسانو په وينو سره کړو. له دريا امو نيولې بيا تر دريا اباسين پوري ټول وطن يې په ادېره بدل کړی. د دې څخه دا ثابته شوه چي وهابيان، خمينان، اخوانيان، مودوديان، ديوبنديان ، تبليغيان، برېلويان او پنج پيريان په خپل منځ کښي په يو بل باندي د کفر او مرتد فتوې جاري کوي خو د پښتون افغان په دښمنۍ سره متفيق دي او بلي خوا ته داهم د پام وړ خبره ده چي د اسلام 73 سره فرقود 1973څخه باقاعده د امريکې دوستي په قرآن او حديث ثابتوله او د جمات په خطبو کښي به يې ښکاره ويل چي امريکن تر روسيانو ډېر ښه دي، امريکن اهل کتاب دي د امريکن ښځي سره 73 سره فريقو منلو شرعي نکاح جائز ده. د امريکه اسرائيل او چيني شاونسټانو اسلحه او پيسه د افغان ثور انقلاب په ناکامه ولو او بد نامولو په مقابله کښي مال غنيمت ګڼی. د مال غنيمت په هکله به يې د يو لکهـ څلور ويښت انبيا کرام او يو لکهـ څلور څلوېښت اصحابه کرامو حوالې هم ورکولې. د عبرت مقام دی چي هغه نن له يوه او بل سره ښکر په ښکر ولياړ دي. يو ځل بيا هغه مذهبي برابرزيان د امريکن دښمني په قرآن او حديث ثابتوي او خلګ غولوي چي د دوی کتاب منسوخ شوی دی، نکاح يې شرعي نه شي جايز کيدلای او دا يهودو نصاره هيڅ کله د مسلمان دوست نه شي کيدلای دغسي دغه د بارود، وينو ، اوښکو او سيلګيو غمنجنه لړۍ د مکار ضيا الحق او کرنل امام تر پانډيانو پوري دوام درلودی د تفصيل بيانولو ضرورت يې نشته ځکه چي د دغو زاغانو پای کوبونه ټولي نړۍ ته نن رسوا شوي دي.

دغسي د 9/11وروسته ميدان او لوبغاړي دواړه بدل شول نړۍ والو قوتو چي په هغه کښي امريکه او برطانيه سر فهرست وو هغه ټول مذهبي جنونيان د نړۍ او انسانيت له پاره يې خطر وګڼی کوم چي د دوی په پيسه او اسلحه روزل شوي وو. حالانکي تر دوی ډېر دمخه له رهبر امير غازي امان الله خان څخه نيولې بيا تر رهبر کبير استاد نور محمد تره کي پوري دغه د شر او فساد منبع څرګنده کړې وه ښکاره به يې ويل چي د سامراج او دهشتګردجنونيانو وجود په ظلم ، جبر او استحصال ولاړ دی. يو اتهسټ د خپل زړه غږ د ژوندي انسانانوغوږ ته په داسي انداز رسوي:

There is only one problem with religions that have all the answers, but they do not allow questions.

د نړۍ والو قوتو د افغان او افغانستان په هکله د ژمنه سرګنده کړه چي دوی به دا خطه خصوصاً افغانستان د دغو تر هګرو او مذهبي جنونيانو څخه خلاصوي. په دې اړوند ډېر انسان دوست او جمهوريت پسندو قوتو او هيوادوهم په دې خبره ورسره امين کړو. زموږ غرض د خپل جانانه سره وو. که چيري هم خلقيانو او ځيني قام پرستانو د خپل ماضي په تجربه کښي هم د دوی دوستي ته د شک په نظر کتل. خو د اقوام متحده د مداخلت په وجه ځيني پوهانو به دا هم ويل چي زموږ لالی (د دريا امو نيولې بيا د مارګلې تر کنډوه پوري) دي خدای راجوړکړي که د هر چا په دارو درمل وي کنې د حامد کرزي ماضي چاته نه وه سرګنده خير دا به راتلونکي وخت پوري پريږدو چي د پښتانه دغه فيصله وخت څنګه ثابتوي؟ د بيا رغوني او ودانۍ لاري چاري د بون په اولني کانفرنس کښي وسنجول شوې. ځيني ډېر ښه او بنيادي کارونه سر ته ورسول شول چي په تفصيل يې تاسو ټول خبر ياست.

۱۲دولس کاله وروسته نن هم ځيني خاص شيان لا تکميل ته نه دي رسېدلي د خپل ملي حاکيميت او د زمکنۍ بشپړتيا د ضمانت په هکله ځيني انديشنې را برسېره شوې دي. چي په هغه کښي له نړۍ والو قوتو سره سره زموږ د قام او په زياته د قام د هري څانګي مخکش او مخورو خلګو غړ غشه جوړيږي. موږ ګيله من يو چي ازاد قبايلو او خيبرپښتونخوا موږ ته يو نوی فقير اف هيپي او کاکا صنوبر يې ولي نه کړو پيدا؟

د خپلو وعدو سر ته رسولو له مخه د نيټو ټل والی د افغانستان د وتلو تکل سرګند کړی. چي په هغه باندي د مخالفينو حوصلې راپورته شوې. د سولي په اړه پيل شوې مذاکرات او پټه لوبه ورو د قطر، فرانس، جاپان او اوس بيا په پيرس کښي خپل ځان سرګندوي. خدای دي وکړي چي د دې ښې نتيجې رامخته شي. خو په دې هکله راځی چي دا ځيني پښتوني خپل مخ ته کښيښيږدو او پر جواب ورکولو به يې سوچ وکړو.

۱) دا د دولسو وروځو جنګ نړۍ والو سترو قوتو په دولس کاله کښي سر ته ولي نه وروسی؟

۲)   په هيواد کښي دننه هغه خزان رسېده پاڼي چي ځيني خلګ جنګي مجاهدين ورته وايي ولي په پروسس کښي بې اسلحه او مليشې نه شول د نړۍ والو قوتو تر راتګ مخ کښي نن هم هغه زيات مضبوط شوي دي. ايا نن د قانون د واکمنۍ او ډيموکرسي بنسټونه مضبوطه ولو له پاره د دغه جنګي سالارانو ذاتي مليشې ختمول يې څومره ضروري دي؟

۳)            د امريکه او نيټو ټلوالي سره Strategic Agreement     به افغاني ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ضمانت ورکوي او که به دوی ته په سنټرل ايشيا کښي د مستقلي مورچې Strategic Outpost  بنياد ثابته شي؟

۴)  د سولي په مذاکراتو کښي څله د دواړو اړخو څخه د مدعي سست او ګواه چست بڼه ظاهريږي؟

۵) چي د ټولو اشرارو او د هغو د لمسون پلونه د پاکستان، ايران او سعودي عرب په انګړ ښکاره شول نو ددغه هپي سينټر د ورانه ولو لپاره نړۍ واله قوتونه نور څه ثبوتونه غواړي؟

۶)  د سولي په مذاکراتو کښي پټ او ښکاره د طالبان او حزب اسلامي موجودګي او دريځ خو وي مګر په پاکستان کښي ميشت پښتون قام پرست قائدينو موجودګي او دريځ ولي نه وي؟

۷) پښتانه ولي د خپل جرګه جنازه دوکان او مکان د تحفظ دپاره په يارانو باندي زکوات ولي نه بندوي ځکه دا خلګ د دوی په پيسو دوی بربادوي؟

دا زموږ پښتوني وې چي موږ بايد د خپل ملي هدافو لپاره ښکاره خپل روډ ميپ ولورو په ادب او سياست کښي خاموشي جرم دی بايد موږ من حيث القوم خپل مزل او منزل واضع کړو، په ترجيحي بنياد خپل تهينک ټينک او چټکي ميډيا پيدا کولو بندوبست وکړو زموږ قامي مشران بايد د خپل ژور ويژن پر بنياد دا ثابته کړي. چي که موږ ازادي کټلی شو نو بيا يې ازادي ساتلی هم شو. زه د خپل ليک اختتام د جنوبي افريقه انقلابي ليډر نيلسن منډيله پر دې خبره کووم چي هغه وايي د سياستدان او قامي قايد فرق دا وي چي سياستدان د نوي راتلونکي اليکشن لپاره سرګردانه وي جبکه قامي قايد د خپل نوي راتلونکي جينريشن ته تحفظ و توقير لپاره شعوري کوششونه کوي.

د تنکۍ هيلو په ارمان او شباب نه پوهېدو

کتاب ورڅخه وو مګر په کتاب نه پوهيدو

څلور څلور پر څلور لارو يې څلور ځايه کړو

خدايه د کور سړی د کور په حساب نه پوهيدو

د نفرت غشي مي پر تن لکه باران اورېدل

عارف غريب چي يې په هيڅ انتساب نه پوهيدو

[suffusion-the-author]

[suffusion-the-author display='description']