May 202013
 

لیک: قانونپوه علي خان محسود

د 1974 م کال د جون په میاشت کښې خان عبدالولي خان د لندن نه د کابل په لاره راتلو،  نو موږ ئې کابل ته ستړي مشي ته ورغلي ؤ. په ما پسې وارنټ  ؤ او بابا ویل ، چې ځان  نیولو ته ور نه کړې، نو زه په افغانستان کې د اجمل خټک صیب سره پاتې شوم.

زه چې په پيښور کښې وم داسې جلسه به نه وه، چې ما به په تقریر کښې دافغانستان د دولت رئیس ښاغلي سردار محمد داؤد خان نوم او صفت نه وي کړی.  ما به  ورته کاکا ویل، دا څه چاپلوسي او چل نه ؤ، په ما باندې په رښتیا ګران ؤ. د زړه نه مې ورسره مینه وه. په دې ګښې راته د پښتنو یووالی ښکاریده، او بله رښتیا خبره داده چې په افغانستان کښې چې څه ابادۍ  پاتې شوې دي دا ټولو د دده د دور دي. له ده نه مخکې او دده د شهادت نه ورورسته هیچا افغانستان ته خدمت نه دی کړی، بلکه ده چې څه کړي ؤ، هغه هم وروسته تش په نوم کمونستانو او مجاهدینو په بمونو او راکټونو دوړه کړل.

نو ما ته پته نه وه چې زمونږ له ناستې پاستې او هلو ځلونه به د دولت رئیس هم خبریږي. زما خیال ؤ، چې صرف په پیښور کښې به افغان کونسل خبریږي، او بل ماته دا پته هم نه وه، چې په شاهي حکومتونو کښې له عمل نه خولې ته ډیر اهمیت ورکول کیږي .

زما داخبرې  او د سردار صیب سره عقیدت ټکې په ټکې د اختر محمد کاکا په ذریعه د دولت رئیس صاحب جناب شهید سردار محمد داؤد خان ته رسیدلي ؤ، نو وروسته ما ته پته ولګیده چې له ما سره د سردار صیب مینه زما ددې بې غرضه تقریرونو له وجې وه ، چې ما به ورته کاکا صاحب ویلو. بله وجه دا کیدای شي او یا وي چې زه یوازیني هلک وم چې د ډیورنډ د کرښې ربړه مې ګرمه کړې وه. زمونږ ډیر هلکان او سیاست دانان ځینې له سره د تش په نوم د ډیورنډ د کرښې په رنځ خبر او پوه هم نه ؤ.

اکثره د ولایتي (صوبائي) ، ولسي جرګې( مرکزي اسمبلۍ) ، دمشرانو جرګې (سینټ) او د نوکرو په چکر کې ؤ. زما هغه وخت هم او نن هم عقیده ده ،چې دغه سپیره کرښه د لر او بر افغان د وجود نه ورکه شوي نه وي، مونږ به تل په پیښور ، کابل کویټه او کندهار کښې په ملا پرې، شل کوډ او ګوزن وهلي پراته یو.

د افغان په وجود کښې به هله وینه حرکت وکړي چې دا غیر قانوني، غیر انساني او غیر منطقي لیکه ړنګه، ورکه او بې اهمیته شي.

نو یوه ورځ ما ته د کورنیو چارو وزیر جناب فیض محمد خان وویل چې د دولت رئیس صیب دې د لیدو خواهش ښکاره کړی دی. اول خو زه پوه نه شوم، چې ددولت رئیس به په افغانستان کې صدر مملکت  ته وائي، دا ځکه چې مونږ خو انګریزي او یا اردو اصطلاح ګانو سره عادت ؤ او بل زما نه تمه وه او نه مې خواهش ؤ، چې له سردار صیب سره ځانته ملاقات وکړم، دا ځکه چې دا کار ما ته زما له پوزیشن نه ډیر جګ ښکاریده. دا د ګوند د مشر خان عبدالولي خان او د ګوند داستازي ( نمائنده) اجمل خټک صیب دنده وه، قدرتي خبره ده چې زه په دې ډیر خوشاله شوم چې د افغانستان صدر دومره شفقت راسره کوي. خو بیا هم ما سر ونه بایلو فیض محمد خان ته مې وویل چې باید اجمل خټک صیب پرې خبر کړو او اجازت ترې واخلو. زما خیال دی چې خټک صیب پرې خبر ؤ، خو زما په پوښتنه ډیر خوشاله شو، او ویل ئې چې یو ځل نه سل ځله خو ورسره وګوره، زما په ملاقات باندې حاجي صیب نادر خان او صداقت صیب هم خبر شوي وو.

د ملاقات په ورځ زما شپه په مکروریانو کې د کورنېوچارو له وزیر ښاغلي فیض محمد خان سره وه. زه ټوله شپه خوشاله وم او کرل ریبل مې کول، چې څه به ورته واېم . حقیقت  دادي چې په دې وخت کې زه په دې پوزیشن کې وم چې د پیچلي نه پیچلي سیاسي ربړې تل ته ژر رسیدلی شوم، چې څه به مې ویل په هغه باندې به شعوري پوهیدم، چې څه وایم.

د ګهیځ له لمبا،حجامت او ناشتې ورورسته زه د فیض محمد خان سره په جیپ کې سپور شوم. دا د کابل خوندور ګهیځ ؤ پیغلې، ځوانان او د وزارتونو مامورین د بسونو په تم ځایونو کې ډلې ډلې ولاړ ؤ، څوک د بسونو نه کوزیدل او څوک ورختل.

زه په دې سوچونو کې غرق وم چې دا به څه نمونه سړی وي، ما له دې نه مخکې چیرې هم ورسره خبرې نه وې کړې. ژوندی داؤد خان مې یوځل له وریا(ورایه) د پښتونستان په واټ کښې لیدلی ؤ، فیض محمدخان په څنګ ووهلم او خندل ئې ، چې څه سوچونو کښې غرق ئې، کودتا ته خو دې نیت نه دی، په دې وختونو کې کودتا،کودتا ډیره زوتیده.اوبل ما په ژوند کښې چیرې   ددې نه مخکې  دشاهي محل دننه ساحه  نه وه لیدلې، زه هم لکه دنورو افغانانو په څېر د شاهي محل په مخ تیر شوی وم.

څه وخت چې د وزیر صیب جیپ د ارګ سترې دروازې ته ورسیده عسکرو ورته  سلامي وکړه. فیض محمد خان جیپ دننه ودراوه. یو ښکلی او ځوان پوځي افسر زمونږ ستړې مه شي ته راوړاندې شو، وزیر صیب زما پیژندګلوي ورسره وکړه او د هغه پیژندګلوي ئي له ما سره وکړه، داښکلی ځوان پوځي افسر د ګارډ جمهوري مشر ضیاء وو، دوۍ زما په انتظار ؤ، فیض محمد خان زه ضیاء صیب ته حواله کړم او دې خپل وزارت ته لاړ.

زه د ضیاء صیب او دوه درې نورو افسرانو سره پیدل روان شوم، چې د ارګ په غولې کې لږ وړاندې لاړو نو ضیاء صیب ښې اړخ ته کوږ شو، دلته د پوړو سره جوخت یو بل ښکلی افسر ولاړ ؤ، خو په عمر کښې د ضیاء صیب نه راته ډیر ښکاره شو، دغه افسر په سفارتي ادابو باندې پوره پوره راته مالوم شو، ضیاء صیب زه ورسره معرفي کړم او راته ویویل چې دا اکبر صیب دی  د دولت د رئیس صیب یاور دی. اکبر صیب ته زما د حواله کولو نه وروسته ضیاء صیب او د هغه نور افسران لاندې په غولي کښې پاتې شول او اکبر صیب غبرګ او څنګ په څنګ په پوړو کښې زما رهنمائي کوله او د موسم په هکله او نورې روایتي خبرې ئي راسره کولئ. په پاس چت کښې اول لویه کوټه راغله، چې غولی ئي په قالینوباندې پټ ؤ. د ماشوموالې نه قالینه زما لپاره څه نوې او دحیرانۍ وړ شي نه ؤ.مګر په دې نمونه قالینو باندې ما په ژوند کې چیرې هم قدم نه و ایښودی. دومره پستې وې لکه چې په باروا (کبلو) باندې  روان یم، داسې ویش ئي کولو دومره پستې وې.

نو دلته ما ته هغه کیسه رایاده شوه چې ما ته یو وزیر کړې وه: دغه وزیر ماته په 1971 م کال کښې ویلې وو : څه وخت چې مونږ د سقاو زوی په کابل کښې ځوړند کړ او نادر خان مو بادشاه کړ، نو پیسې ورسره نه وې. دده له خولې (له قوله) چې نادر خان درې ورځې د لوټ مار یانې د شوکې اجازت راکړو، ویل ئي چې ما یوه غټه قالینه د ارګ نه څکوله، چې په دې وخت کښې ګورم چې د قالیني په پیڅکه پورې ځدران هم ښخ دی. هغه ئې ځان ته راکش کوي او زه ئې ځان ته، چې په دې کې مو قالینه د ارګ نه راوویستله، اوس ئې نه زه ورکوم او نه ئې ځدران نیت لري چې ماته ئې راکړي. وزیر ویل چې په هغه وختونو کښې د ارګ مخې ته یوه ستره ویاله بهیدله ، قالینه زمونږ نه ویالې ته پریوتله، قالینه هسې هم درنه وه، خو چې کله لمده شوه نو نوره هم درنه شوه. ما او ځدران یو بل ته وخندل او قالینه پر ځای پاتې شوه، نو ماته خیال راغی چې کیدای شي د وزیر او ځدران قالینه هم په دې کښې وي.

د لویې کوټې نه چې تیر شولو دلته د اکبر دفتر ؤ، زه ئې کښینولم د چای او کوکاکولا ست ئې راته وکړ او  وچه میوه ئې راته کیښودله. ما ورته د چای وویلو هغه  په ټوکه کې راته  وویل چې  چای پیښوری ئې او که افغانی، یانې د شیدو او که شین چای، ما ځواب ورکړ چې د شیدو مې د وزیر صیب سره څکلی دی، کابلی به تاسو سره وڅکم. د چای نه لږ ساعت وروسته اکبر صیب پورته شو او ویویل چې اوس به د دولت رئیس صیب ته لاړ شو. اکبر مخکې زه ورپسې، اکبر صیب دروازه خلاصه کړه ما ته ئې د مخکې کیدو اشاره وکړه، زه چې څنګه ورننوتم ،نو زما کاکا صیب دلوې میز د شانه راپورته شواو زما اړخ ته راروان شو، خو زه ډیر ګړندی ورغلم، د میز سره جوخت تره او وراره له یو بل سره د اول ځل لپاره روغبړ وکړ. اکبر صیب دروازه راپسې پورې کړه. سردار صیب چې به ولاړ وو دومره رعب ئې نه و، لکه چې ناست به ؤ.

سردار صیب په خپله چوکۍ کښې کښیناست ماته ئې اشاره وکړه چې مهرباني وکړئ. بس زه هم کښیناستم. د پښتونولۍ په خاطر ئې راته د چای ست وکړ، خو ما ورته وویل چې اوس اوس مې هر څه د اکبر صیب سره وکړل.

د روغبړ څخه وروسته ئې اول دا پوښتنه وکړه چې په پوهنتون کښې څه ګپ دی او قبایل څه وائي، ما ورته وخندل ، چې د قبایلو په مرضو باندې خو به لر اوبرو پښتنو  مشرانو کښې له تاسو نه بل څوک ما ته ماهره نه ښکاري. تاسو او ستاسو کورنۍ ورسره اوږده تجربه لری، خو دومره به ووایم چې د اتحاد قبایل یو مات ګوډ غورځنګ رامنځ ته شوی دی، چې پکې د تعلیم یافته قبایلو نه نیولې تر قبایلي سوداګرو او سمګلرانو پورې راغونډ شوي دي، چې هر څوک پکې خپل مطلب لټوي، مګر په یوه نقطه دوۍ ټول په اتفاق دي، چې هغه د ووټ حق دی،چې دوۍ غواړي د ملکانو اجاره داري ماته کړي او د ایف سی آر د غیر انساني قانون اصلاح غواړي.

بیا ئې پوښتنه وکړه چې ددې غورځنګ (جنبش) مشران څوک دي، ما ځواب ورکړ چې اکثریت ئې د پاکستاني ملکانو د کورنیو نه راځي  او څه تعداد ملي یانې د افغاني ملکانو د کورنیو خلک هم پکې شته.

بیا ئې وپوښتل چې دوۍ ولې د خپلو کورنیو په خلاف راپورته دي، چې د رايې له عام کولو سره  خو اول ګوزار په دوئ دی. ما ځواب ورکړ چې دغه کورنۍ پیرنګیانو  په تیره پیړۍ کې جوړې کړې وې، اوس دوئ ډیر شوي دي د ټر نیکه نه ئې خو یو ووټ ؤ، اوس ئې نمسیان سل شپږ شلو ته رسیږي. له چا سره چې موروثي ملکي پاتې ده هغه خو خوشاله دی، مګر دا نور نه دي خوشاله. نو په دې غورځنګ کښې ددې کورنیو مرورو غړي  راټول شوي دي، چې د خپل تربور نه د ووټ د عام کولو په ذریعه بدل واخلي او دی هم ددوئ په څیر شی. زه پخپله چونکې د وزیرستان وم ، نو په اتحاد قبایل کښې هم ورګډ وم، نو ماته ځکه ددوئ کمزورۍ او مضبوطۍ مالومې وې. اکثره مشران او ددوئ کورنۍ ما پیژندلې.

زما خیال دی چې سردار صیب له مانه یو په سله ژور مالومات لرل، خو صرف زه ئې کتلم چې څه وایم. ددې نه وروسته بیا ما د پښتون اسټوډنټس فیډریشن د جوړښت د ضرورت او کړنلارې متعلق په تفصیل سره مالومات ورکړل. بیا ئې پوښتنه وکړه  چې ځوانان زمونږ نه څه توقعات لري  . ما دا خبره مخکې هم کړې ده چې د اجمل خټک صیب د تګ نه وروسته مونږ خپلواک شوي ؤ.  ددې فایده دا وه چې په سیاسي او پوځي مسايلو باندې مو د پخو پخو سیاستدانانو غوندې ژور ژور او اوږده اوږده بحثونه کول،نو په دې وجه مونږ سره یوقسم سیاسي بزرګي پیداشوې وه، مونږ به چې ربړې ته وکتل ، نو یو قسم کشف به راته کیده، نو هم ددې کشف برکت ؤ، چې د افغانستان د نوې حکومت نه تر لسو کلونو پورې مونږ له پاکستان سره د پوځي پهلوانۍ توقع نه لرله او بل پوهنتون ته د قمرګلې په راتګ باندې چې په هلکانو او جنکو کښې کوم بدلون راغلی ؤ ، مونږ په دې نتیجه رسیدلي ؤ چې د افغانستان له اړخه د پوځي برید نه زیات کولتوري حمله موثره ده، نو په دې پس منظر کې مې  سردار صیب ته مالومات ورکړل. دټول بحث په دروا ن کې سردار صیب ډیر ویښ او ویال ناست ؤ، داسې نه مالومیده چې ګنې ستړی دی او بل زما نه هم هیر شوي ؤ چې زه د پښتنو د دولت له مشر سره خبرې کوم. دا دده دمینې او روڼ تندي وجه ده.

ما دپوهنتون او خصوصاء د پښتون سټوډنټس فیډریشن توقعات تقریباء داسې ورته بیان کړل ، چې مونږ ټول په دې خوښ یو چې ددې نوې تبدیلۍ په سر کې ستاسو موجودیت دی اوبل موږ په دې پوهیږو چې افغانستان په وچه پروت  هیواد دی او په لاره کښې ورته پاکستان دی، او بل تاسو د افغان ملت سره لوظونه کړي دي، چې دلته به تاسو د اقتصادي بدلونونو لپاره هلې ځلې کوئ . تاسو خو انقلاب کړی دی مګر ستاسو دحکومت مشینري همغه پخوانۍ ده. دا مشینري په یوه شپه او یا یو دوه کلونو کې نه جمهوري کیږي. زمونږ په اند تاسو ته لس کاله پکار دي ،چې تاسو د حکومت پخوانۍ شاهي سیول او پوځي بیروکراسي په جمهوري واړوئ او په اقتصادي توګه پروژې روانې کړئ. داځکه چې زمونږ اصلي کور افغانستان دی. دا کور چې اباد شي پر مونږ ئې لاندې ښه اثر لویږي، نو د پوهنتون ځوانان تاسو ته لس کاله موده درکوي.

ددولت رئیس صیب په دې ډیر خوښ شو، زر زر ئې ویل چې نه، نه، دومره وخت به نه اخلي. بیا ما ورته د چینایانو متل وکړ، چې چینایان متل کوي چې: (څوک بې صبره وي هغه دې الوګان کري او چې څوک صبرناک وي هغه دې انسانان تربیه کوي). په دې خبره سردار صیب وخندل او ویویل چې دواړه به کوو.

او بل ما ورته وویل چې ځوانان د قمرګلې د کولتوري حملې نه وروسته په دې حق کې دي، چې ستاسو له اړخه به د پوځي برید پرځای کولتوري برید ډیر موثر وي. دا ځکه چې په پوځي برید کې ستاسو له اړخه د توپ ګولۍ په پېښور، کوهاټ، بنو، ټانک، ډیره اسماعیل خان، کویټه او ژوب باندې لګیږي، او د پاکستاني توپ ګولۍ به په جلال اباد، خوست او کندهار باندې لګیږي، نو په دواړو شکلونو کې به افغان مري او که تاسو  کولتوري یرغل وکړئ، نو فایده ئې ډیره ده. سردار صیب پوښتنه وکړه،چې ما پرې پوه کړه، چې ستاسو ځوانان د کولتوري یرغل نه څه پوهیږي. ما ورته  دوه مثالونه ورکړل، یو د قمر ګلې او بل د باړې د دوکاندار.

ما ورته وویل، چې د قمر ګلې د یوه کنسرت سره چې څومره فضا د قوم پرستۍ اړخ ته کږه شوې ده، ددې نه مخکې په دې اندازه نه وه کږه شوې. بیا مې ورته هغه مثال ورکړ  کوم چې ما مخکې ذکر کړي دي( که خان عبدالولي خان او سردار صیب د قمرګلې په مقابله کې انتخاباتو ته ودریږي، نو قمرګله به ئې ځنې وګټې).

بیا مې ورته د باړې د دوکاندار انو مثال ورکړ، چې د دوئ د ټیلي ویژن سیټونه ، نه خرڅیدل، بازار ډیر سوړ ؤ، یوه دوکاندار پکې سو کړی ؤ، چې په درواغو به په اخبار کې بیان چاپ کړو. ما ورته ویل چې دوکاندارانو د پاکستان د یوه اردو ژبې اخبار (جنګ) د پېښور نماینده ته رشوت ورکړ ی ؤ، چې په جنګ اخبار کې دا ډول بیان چاپ کړي، چې په افغانستان کې د رنګین ټیلي ویژن سټیشن د جوړیدو کار په اخري مرحلو کې دی. د شمشاد د غره په سر باندې به لوی بوسټر په دوه میاشتو کې ولګیږي تر لاهوره به ټی وي لیدل کیږي، او هره ورځ به پرې هندي فلمونه ښودل کیږي.

سردار صیب له مانه پوښتنه وکړه چې غلط خبر  خو جرم دی. ما ورته وویل چې پاکستاني ژورنالستان درواغو ته داسې قانوني پرتوګ جوړوي چې  دوۍ د خبر سره لیکي چې( دمعتبرو ذرایعو‌‌ نه مالومه شوي ده) .

ما ورته وویل چې ددې خبر سره دسیمې پښتانه او پنجابیان رامات شول باړه ئې د ټیلي ویژن د سیټونو نه پاکه کړه.، مګر چا دا پوښتنه نه کوله،چې څنګه او کله جوړ شوی دی، بس په اخبار کې راغلي ؤ. دغه ددوۍ لپاره کافي ؤ. نو ما ورته وویل چې که تاسو په رښتیا ټیلي ویژن سټیشن ولګوۍ ، نو ددې په ذریعه به کولتوري یرغل ډیر اسانه شي، تاسو به لاندې پښتانه د افغانستان سره په کولتوري توګه بې ډزه او ډوزه وتړي، د اردو ژبې د اثراتو نه به خلاص شي او ددوۍ ملي تعلیم به وشي. ددې خبرو له اورید سره سم سردار صیب اول له چوکۍ نه پورته شو بیا کښیناسته او خپل یارو اکبر ته ئې ټلۍ وکړه، اکبر په منډه کوټې ته راغی د اکبر په لاس کې قلم او کتابچه وه سردار صیب ورته په پارسۍ کې وویل چې تلویزون ولیکه زه پارسي نه شم ویلی مګر څوک چې پرې خبرې کوي سم پرې پوهیږم. سردار صیب په لنډو لنډو جملو کې ورته املا کړو  . زما او سردار صیب د ټول ملاقات په دوران کې صرف ددغې یوې د ټی وي خبرې لپاره اکبر راننوت. سردار صیب بیا رخصت کړ ، نور که چیرئ پټ ټیپ پروت وي او زمونږ خبرې پکې ټیپ شوې وي د هغې نه خبر نه یم. مګر په ښکاره صرف دا د ټی وی   کیسه ولیکل شوه. او سردار صیب ډیر ورته جدي و. ددې مطلب دا نه دی، چې سردار صیب ټی وی نه پیژانده ، مګر ځما په وجه ډیر ورته متوجه شو، ما روسته ډیر ډیر ځله افغانانو ته ویلې دي، چې  د افغان ټی وی  سټیشن  جوړولو ته د سردار صیب په توجه اړولو کښې زما ډیره برخه ده، او رښتیا خبره هم ده ، چې ددې نه وروسته پرې دومره په تیزۍ سره کار  پیل شو ، چې دده دشهادت نه لږ مخکې د افغانستان د ټیلي ویژن د سټیشن افتتاح وشوه، چې ترکي، امین ، ببرک، نجیب او رباني ځنې فایده واخسته.، تر څو چې د طالبانو د ځوابي کولتوري یرغل په وجه بیا توره تیاره جوړه شوه. طالبانو په افغانستان کې کولتوري ټیرورزم  پیل کړ. د خبرو په دوران کې یو ځل دربل شو، نو لږ ماته د افغانانو په ژبه خجالت شو، نو میز ته ئې سوک  راخلاص کړ او ورسره ئې وویل  چې د پښتو په ویلو کې  میړنی نه یم، مګر زه به پښتو په عمل کې کوم ما ورته وویل چې اجمل  خټک صیب او اسلم خټک دواړه پښتو وائې او لیکي يې مګر، اسلم خټک په عمل کې پاکستانيدی، پښتون نه دی. مونږ ته ستاسو غوندې مشر پکار دی، چې په پښتو وکړي، په دې کاکا صیب ډیر خوښ شو، بیا نورې ټولې خبرې کاکا وکړې او ما ورته غوږ نیولی و.

ده د احمد شاه بابا نه تر سکهانو پورې حالات لنډ بیان کړل ،چې څنګه لاندې افغانستان د پیرنګیانو لاس ته ولویده. او بیا په 1947 م کال کې  پښتنو ته دحق خودارادیت لاندې حق ورنه کړل شو. د ډیورنډ کرښه یوه استعماري کرښه د افغانانو په وجود تیره شوه، بیا ئې ډیر لنډ په دې خبرې وکړې چې دوئ ولې په افغانستان کې شاهي نظام په جمهوري واړاوه او د افغانستان د اقتصادي، سیاسي، بندونو، سړکونو، زراعت، تعلیم او په خاصه توګه ئې په ټیکنیکل تعلیم باندې خبرې وکړې، چې په نن زمانه کې یو قوم تر هغې پورې وده نه شي کولی تر څوپورې ئې چې پیغلې او ځوانان تحصیل یافته نه وي او خصوصاء په کسبي علم کې.

ده وویل چې په تیرو یونیم سلو کلونو کې افغاني دولت د مرګ او ژوند په مرحله کې ؤ. نورو هیوادونو فابریکې (کارخانې) ،سړکونه،بندونه او مکتبونه جوړل مونږ به له یوې بدبختۍ نه وتلې نه ؤ،چې په بله به راګیر شو، نو زمونږ نوی نظام به کوښښ کوي څومره ژر چې کیدای شي د افغانانو پرابلمونو ته به ځواب ووایو، خو دا کار په عمل کې دومره اسان نه دی وخت اخلي.

ما په خپل عمر کې د ډیرو حکومتي او غیر حکومتي مشرانو سره خبرې کړي دي، مګر څومره چې سردار صیب د خبرو په لڼدولو او ملاقات کوونکو ته دا تصور ورکولو چې نور دي، نو وخت خلاص دی په هنر پوهیده بل څوک نه پوهیده، دا تجربه ما ورورسته له ډیرو ملاقاتونو څخه وکړه.

سردار صیب به خبره دومره ښکلې او ورو،ورو رالنډوله، چې پرته له دې نه چې درته بربنډ ووائي، چې ملاقات دې خلاص شو که سړي. به لږه تجربه هم لرله په دې به پوه شو، چې اوس د رخصتیدو  وخت دی، ځینې مشران بې ارامه شي اخوا دیخوا کتل شروع کړي، ځینې ګړۍ (ساعت) ته ګوري، ځینې بې ضرورته  په میز ایښو کاغذونو کې ګوتې وهل پیل کړي او ځینې درته په بژه خوله ووائي، چې نور خلک انتظار کوي بیا به ګورو. مګر سردار صیب زما د خپلې تجربې له مخې په یادو شوو حرکتونو کې یو هم نه دی کړی. له لاس لاندې افسرانو سره به ضرور چلن بله نمونه وی. دا عادت مې یې ډیر خوښ ؤ او بل سردار صیب شهزاده هم ؤ، چې سدوزیانو او محمدزیانو له 1747م کال نه د 1978 م کال د اپریل د میاشتې تر27 مې نیټې پورې په لیونیو افغانانو حکومت کاوه، خو په چل ئي هم پوهیدل. زې ، چې زه پوه شوم،چې اوس د تللو وخت دی، زه پورته شوم سردار صیب اکبر ته ټلۍ وکړه تر دروازې پورې راسره لاړ نور ئې اکبر ته حواله کړم. اکبر د پروټوکول مطابق ضیاء صیب ته حواله کړم، او ضیاء صیب د جمهوري ګارډ په روسي جیپ کې د یو افسر په لاس د فیض محمد خان  د کورنیو چارو وزارت ته ورسولم. دلته حاجي نادر خان هم ناست ؤ، او بیا درې واړه دریمې کارتې (کارته سه)  ته د اجمل خټک صیب هیډ کوارټر ته لاړو د ملاقات کیسه مې ورته تیره کړه ، حاجي صیب نادرخان په دې مرورو شو چې سردار صیب ته ما ولې لس کاله ورکړي ؤ، حاجي صیب راته ویل ، چې ورته ویلې به دې ؤ، چې په پاکستان دستي برید وکړه. ما ورته وویل چې حاجي صیب اول خو داؤد خان نه دومره لیونی او نه بې وقوفه دی، چې زه او ته څه ورته ووایو هغه به کیږي. دا خو دده مهرباني وه، چې له ما سره ئې ملاقات  وکړو.

ما ورته وویل چې حاجي صیب  د1965 ـ  1971 م کلونو پاکستاني او هندوستاني جنګونه  زمونږ په مخ کې شوي دي، چې دوه هفتې وروسته ئې کارتوس خلاص شوي ؤ، هر یو بهرنۍ نړۍ ته سوالونه کول. په اوسنۍ زمانه کې د یوې هفتې د پوځیانو په ژبه فول سکیل جنګ لپاره د پنځو کلونو تیاري پکار ده. د افغانستان غوندې غریب هیواد لپاره درې ورځې جنګ دومره زیانمن دی، چې په اقتصادي توګه ئې لس کاله په شا غورځوي، او بل  په 1974 م کال په پېښور  کې وخت په وخت ګونګوسي خپریدل، چې بهټو ته پوځي جنرالانو مشوره ورکړې ده چې په مشرقي پاکستان کې د ماتې په وجه د پاکستانې پوځ مورال ډیر زیانمن شوی دی ، باید افغانستان راوپارول شي او جنګ ورسره وشي، او دا جنګ مونږ ګټو. نو ددې په ذریعه به د پاکستاني پوځ مورال بیا پورته شي، نو خلکو به داویل چې بهټو کومه پلیته خوله د افغانستان او خصوصاء ددولت رئیس داؤد خان خلاف استعمالوي دا هم شعوري کوشش دی چې سردار صیب په غوصه کړي د ګونګوسو مطابق پاکستاني پوځ به نمایشي برید د خیبر ، چمن او سپین بولدک په لاره کوي مګر اصلي هدف به د ژوب، ګوملې په لاره وي چېBlitz Krierg کې غزني ونیسي، نو کندهار او کابل به سره پرې کړي او د هغه وخت د افغاني اخوانیانو په ذریعه به ګډودي جوړه کړې سردار صیب به بې عزته شي او د افغاني پوځ مورال به ټیټ شي او د پاکستاني پوځ مورال به جګ شي. اوس په دې افوا ګانو کې څومر حقیقت دی دا به نو لوې خدای ته مالومه وي. زه وایم که چیرې پاکستان په رښتیا دا کار کړی وای ، نو په خوند به ئې پوه شوی ؤ، افغانستان پوځ نه بلکه تل ولس ساتلی دی او بل داچې افغانستان ته ننوتل ډیر اسان دي، مګر وتل ترې ډیر ګران دی.

 Writer: Advocate  Ali Khan Mahsood is the president of Pashtoon Social Democratic Party

[suffusion-the-author]

[suffusion-the-author display='description']