Sep 052013
 

رحمان بونېري

د نړۍ مخ په وړاندې تلي قامونه ، د هغوۍ  ملي رهبران  اقتصادي يا معاشي پوهان او دانشوران روانه پيړۍ د سائينس، ټيکنالوجۍ، علم ، پوهې  او ترقۍ پيړۍ بولي او دوئې په دې هر څه نازکوي- په داسې کې ، د پښتنود اکثريت د پلار نيکه په قيصو ، ځپلي او مخلي روايتونو ، داستانونو ، عقيدو او جذباتو په خېالي دنيا کښې پا تې کېدل ماته خپله قامي الميه ښکاري ـ

رشتيا دادي د صوابۍ، چارسدي په دشتو يا د ايلم او تاترې په څوکه کرونده ګر نن هم د خپلې قُلبې په جغ کښې جوغنډې د سوؤنو کالو په زړه روايتي طر يقه د کلي د کسب ګر د ګوتو شاهکار ګڼي او کار ترې اخلي ـ په ګلستان، چمن او قندهار کښې نن هم خان کاکا په خپل تبر کښې د لرګي لاسکے هغه په سوؤنو کلونو زړه طريقه ټومبي ـ په داسې کې خپل سُوک ته کابلے وئېل او د خپل کور په انګڼ کښې پروت کټ د دهلي تخت ګڼل ځان پورې پشاړې کول معلو مېږي- ځان له خپله څوک د لور د غاښ تېرۀ کولو سوان نۀ شي جوړولے ـ او روايتونه ، رسمونه ، عقيدې او دعوې دومره لوړې او غټې لرو چې بار ئې د وړلو نه وي-
په خبرو غرونه نړول، او دنيا له ماتې ورکول، د مبالغه ارائئ دا قسم نه يواځې دپښتنو په روايتې قيصو او داستانونو کښې موجود دے ولې په تېره تېره مشهورو شخصياتو هم په دغه روايتي مبالغو ميدانونه والي دي – د سائينس هنر، دليل او تحقيق په پيړۍ کښې د قيصو امېلونه په غاړه ګرزول او پرې فخر او وياړ کول ځان سره د بدو او دهوکې نه علاوه نور څه هم نه دي ـ دې دور کښې چې چا زمونږه لاسونو ته ترقي رارسولې ـ چا چې مونږ ته په لاس کښې ائې ـ پيډ او ائې فون راکړے، چا چې د فېس بوک، ټوېټر او ګوګل نړيواله کوټې او حجرې جوړې کړي، هغوي که هم مونږه په دغه مشينانو د هغوئ په ودانو کړو حجرو کښې په دغه روايتي او غيرمنطقي دوړه دباؤ د ويرولو کوشش کوو، دا به لېونتوب وي ـ
دې دور کې هم چې د افغانستان، د پاکستان د پښتنو اکثريتي سيمو او خليجي هيوادونو د پښتنود انټرنيټ په دنيا کښې څه وئيل کيږي او ليکل کيږي، اکثره برخه ئې دا وي چې پکښې د تاريخ په حقله بې کچه مبالغه ارائي دروغ ګوي يا بيا مذهب پرستي او عقيدت پرستي شوې وي –
زه فکر کوومه د دې هر څه يو نفسياتي پس منظرهم دے د پښتنو په مزاج ، فطرت او انفرادي او اجتماعي نفسياتو کې هغه خبرو يا دعوؤ ته زيات اهميت او پام شوے دے چې پکښې دغيرت، ننګ ناموس، خوددارۍ قيصې موجود وي ۔ يو دور وو چې پښتنو ته د مَړانې د جنګ او هم د زور ضرورت وۀ ـ بيا د پښتنو چې کوم جمالياتي ذوق دے لکه معاش، رسمونه رواجونه، د زيست طريقې او د اغستو خوړو انداز، نو په ډاګه ده چې سخته، کلکه او د غيرت چې کومې روايتي مشهورې استغارې دي هغه پکښې زياتې ښکاري ۔ دا د هغه وخت د زورد ژوند ضرورتونه وو ـ
خو سوال دا دے وس په دې زمانه کښې چرته چې مخ په وړاندې تلي قامونو داسې مشينان جوړ کړه چې د د نيا د يو ګوټ نه په بل ګوټ کښې ناست دوه ملګري دوه تنه نه يواځې يو بل اوريدې شي بلکې ليدې هم شي ـ انسان د اواز د رفتار نه تيزالوتې شي، د زمکې تل ته کوزېدل څه عجيبه خبره نه ده، د سپوګمۍ نه يو ګام وړاندې د مريح نه کيوراسټي نومې روبوټ په څېړنه بوخت دے او عکسونه راليږي ـ
په داسې کښې غټ غټ مړوندونه لرل ، پهلوان کيدل او خلق ويرول زما په خپل فکر د دې دور تقاضه نشې کيدې ـ دې ته به سوؤنه کاله مخکښې اميرکروړ ، احمد شاه ابدالي او خو شحال خان خټک ضرورت لرلو دا به د هغوئې سټراټيجيز وو ـ دا به د هغه حالاتو تقاضه وه، دې خبرو به سوؤنو کاله وړاندې معني هم لرله ـ سالارانو ، حکمرانانو ، مذهبي مشرانو به د اولس وينه تاوده ګرمه ساتل ضروري ګڼل ـ خصوصاً جذباتي نعرې عقيدې او د مذهب وسله به د تاج او تخت د خوندي ساتلو ضمانتونه وو ـ
خود دي دور تقاضه علم دے ، پوهه ده او شعور دے ـ د پښتنو ډير لوئې پياوړي سياسي مبارز خان عبدالغفار خان چې پښتانه ورته د ډېر احترام نه باچاخان وائي، هم د زغم د فلسفې پرچار په دې خاطر کوو چې قام ئې زغم ته ضرورت لرو، هغه په دې پوهه وو قام ئې علم او هنر ته ضرورت لري هغه د هنر په اهميت خبروو ـ د هغه سرخه تاوهل د دې خبرې لوې ثبوت دے چې هغه په دې يقين لرو په مبالغه اډاڼه ، ولاړه ټولنه د ټيکنالوجۍ په لاره د خلقو سره سيالېدے شي او روانېدے شي ـ خو د دې هر څه امکان به هله پيدا کيږي چې د پښتنو خپلې اداري وي او په دغه جديدو عصرې علوموپورمامور ادارو نه د تحقيق ، دليل او هنر رڼاګانې خپرې شي ـ د عقيدو د ويشلو مرکزونه د سُرور او مستۍ پيدا کولو ، څو اوښکو ته لاره جوړلو ، او د ويري ترهې جوړولو نه علاوه نور څه هم کردار نۀ شي ادا کولے – د پښتنو په ذهنونو کښې لوئې لوئې تاريخې غلطياني هم د عقيدو پيروکارانو او په تپوس کولو قدغن لګونکوغليمانو، ملانو،نقلي پيرانو خپرې کړي دي ـ د ا عجبه بد بختي ده چې په هر دور کې دَ چا پير روښان نه په ډاګه او وچ زور پير تاريک جوړ کړے شوے او الميه داده دغه جبر ته هډو چا سم جواب نه دے وېلے- او که چرته خلۀ وازه شوې ؛سانده ئې وئېلې-
د عقيدو د ويشلو مرکزونه د کوم قام د سياسي پرمختګ لاره هموارولو نۀ نفسياتي توان لري اونۀ فکري – چر ته چې د نړۍ اکثره قامونو په خپلو رويو کښې د خپلو عصري حالاتو په رڼا کښي بدلون راوستے خپله تهذيبي قبله ئې سمه کړې، خپلې تمدني لارې ئې هم جوړې کړې ـ هلته د پښتنو په ټولنيزه رويو ولاړو د عقيدو بلاګانو د دغه شان بدلونونو راوستو په لاره کښې لوئې خنډان ود رولي دي
د پښتنو ځېنې مقبول روايتونه يا رسمونه د قامي اجتماعي مرګ سبب جوړشوي دي ـ د پښتنو د مېلمستيا د تصور قدر د هندوستان مؤرخينو هم کړے او په اتلسمه پيړۍ کښې د پښتنو په خاوره قبضه ګر حکمران او مؤرخ سراولف کيرو هم کړے او وس د 2010 په لسيزه کښې يو امريکائي خبريال جيري واين ډايک په خپل کتاب کېپټېؤ کښې هم کړے ـ
جيري ليکي ” پښتانه بې کچه ميلمه دوست دي اومُلاعمر د خپل مېلمه اُسامه بن لادن د خوندي ساتلو د روايت ډيره لويه قرباني ورکړې” ـ نړۍ خبر ده نتيجه ئې څه شوه، دغه د خپلې نه د نه اوړيدلو روايت ژوندے ساتل پښتنو ته د نړۍ په مخ د انساني هجرت تر ټولو لوئې الميې په قيمت پريوتے دے،زما په فکر دسوات نه د د ميلينو پښتنو د کډوالئ سر د ملا عمر د ضد نه شروع کېږي ـ کېدے شي مُلاعمر يا د هغه د عقيدې ملګري پرې د خپلو عربو سرخېلانو په رنګه فخر وکړي خو زما په فکر د يويشتمې پيړۍ پښتنو له پرې سوچ پکار دے – مُلاعمر به اوس نۀ يم خبر چې د پاکستان د پوځ نه ډک پنډۍ ښار کښې وي يا که په ايبټ اباد کښې-د پاکستان لخوا د انکارونو باوجود د امريکا له لورې د نړي واله ترهگرۍ سرخېل گرځول شوی مشر اوسامه بن لادن هم ٢٠١١ کې د پاکستان په ايبټ آباد ښار کښې د پوځي اکېډمۍ نه څو فرلانگه لرې امريکائي ځواکونو په خصوصي عملياتو کښې وژلے وو- دا خبره په لکونو پښتنو مېندو او په ملينونو خوئېندو د يويشتمې پيړۍ تر ټولو لوې انساني هجرت په کور دننه په خپله لوپټه او پړوني بار کړے او وير ئې پرې کړے ـ بايد د پښتنو مېندو د غيرت د مجروح کولو دا تور دې هم په دغه ملاجان او شېخ وي ـ
نن د يو پښتون مُلا د ضد په وجه په ميلينو پښتانه د بل د کور مرستې ته ناست دي په ساده پښتو کښې خيرات ته ناست دي ـ خوشحال خان خټک مې بيا بيا بې اختياره رايادېږي=
چې زما په خيل خانه په اولس وشوه ــ
و دي نۀ شي په هندو په مسلمان
يو بل شعر ئې دے-
نمر په کوم لوري پريوځي چر ته خيژي ــ
په خوشحال باندې يوه شوه توره سپينه
دا د نړۍ د ملګرتيا غم چې هر څوک د پښتنو په نصيب کې د ليکلو هڅه کوي د پښتنو خواخوږې نشي کېدلے ـــ کاش که څوک په دغه تصور ځان پوهه کړي-
سپين روبے پښتون سياستمدار او اتل افضل خان لالا اکثره په خپلو تقريرونو کښې دا خبره کوي وائي ( پښتون شکست نه مني)
زه وايم شکست منل ګټه ده ـ او د دې نه وړاندې چې ککرۍ مو ماتې شي يا پريکړے شي ،ضد پريښودل غوره دي ـ په کراچۍ کښې ميشته يو شاعر ملګرې زرجان مداخيل وائې
مونږه ناپوهه پري هله پوه شو ..
چې مو د يو بل ککرۍ راوړې ــــــ
زه په خپله په تقرير او تحرير کښې د ظالم ، جابر په خلاف ودرېدل او غږ پورته کول نه يواځې خو ښوومه بلکي په فکري توګه ئې کلکه ملګرتيا ضروري ګڼم او لگيا يم دغه مبارزه کومه او تر اوسه مې ددغه لوې قيمت ادا کړے ـ د يويشتمې پيړۍ د پښتو ژبې ستر ليکوالان اجمل خټک ، ولي محمد طوفان ، سيد مهدي شاه باچا ، غني خان ، هميش خليل ، کاکاجي صنوبر حسين ، قلندر مومند او په دي وسني دور کښې ځينې نومونه شته دے چې د ستر خوشحال خان خټک د هغه خبرې پيروکاري ئې کړې چې ــ
اطاعت د اول الامر ځکه نه کړم
خليفه د زمانې په زړه کافر دے ــــــ
يا
رخنه ګر هرګز د ملک د پريښو نه دے
که څو ئې شفاعت شيخ او مُلا کا ـــــــ

او دغه تصور له چې په شعر کښې په تحرير کښې په تقرير کښې او مېدان کې څومره وده ورکړے شي دا نه يواځې د يويشتمې پېړۍ د جديدو عصري حالاتو ضرورتونه پوره کوي ولې خپله دا سياسي مبارزه ده ، جمهوري رويه ده او د امن په لوري ګام دے ـ
خو د بدبختۍ نه وسني دور کښې هم ليکونکے ادب يا کيدونکے خطاب په غېر معمو لي توګه د ميړانې ، د جنګ ، د تورې د خبرو نه ډک دے يا پکښې ساندې او مرثيې زياتې دي – دا حقيقت دے چې قام په جذباتې نعرو او عقيدو ولاړو خطابونو څو لمحې خوشحاله ضرور شې ـ څه واه واه ضرور جوړ شې څه اوښکې ضرور توئې شي، څه وينه ګرمه شي، څه نفرتونه او زخمونه تازه شي ـ خو لاره پکښې نه وي، رڼا پکښې نه وي، اميد پکښې نه وي، سالاري او رهبري پکښې نه وي ـ په مبالغه اډاڼه ليکونه ، تقريرونه او خطبې په ګټه نه په تاوان تماميږې ـ
دا د سائينس او ټيکنالوجۍ زمانه ده په دې زمانه کې زمونږه نعرې هغه نۀ شې کيدلې کوم چې په سوؤنو کاله اګاهو وي –
وس دا خبره هله امکان لري چې د فکر خاوندان او د عمل خاوندان سره يو شي- خو بدبختي دا هم ده چې د علم مرکزونه کمزوري ، تجارتې مرکزونه د نشت برابر او د سائينس او هنر مرکزونه خو هډو پښتانه لرې نه ـ دي دور کې هر څه قدرت ته پرېښودل خپله د قدرت د فطرت مخالفت دي ـ د پښتنو معاشي مرکزونه زياتيدل مکالمې ته وده ورکول او په رويو کښې زغم پيدا کول ددي دور ضرورت دي ـ د سائينس علم او هنر مرکزونه پرانستل پکار دي ـ د مذهب په نوم د خلقود ترولو يا دغلې کولو تصور رد کول پکار دي او نورو سره د مينې لاره جوړول پکار دي ـ
بد بختي دا هم ده پښتنو له تاريخ تراوسه پورې نورو ليکلے دے-دغه کار دَ کره مظبوطو معاشي تحقيقي ادارو دے، اجتماعي زيار غواړي -دې دور کښې طاقتور او برتر هغه څوک دے چې په معاشې او سائينسي توګه طاقتور دے هغه څوک په مخکښې روان دي د چا ژبه چې د تجارت ژبه ده د چا چې فنون لطيفه د تبليغاتو ذريعه ده د چا چې دانشوران په دي خبره يو دي نسلونه به رشتياؤ ته ودروي مبالغې به ورته نه وائې بائېللي جنګونه به ورته په ګټلې جنګونو نه بدلوي ـ
د رشتياو په لاره سفر نېغ د سيال قامونو تر قطاره رسي ـ
کورمو ودان رحمان بونيرې

Email: rbunairee@gmail.com

[suffusion-the-author]

[suffusion-the-author display='description']