Jun 022007
 

يخ جُوس
د جون د مياشتې پنځلسمه وه اسمان اور ورولو، زمکې د ډېرې ګرمۍ نه چکونه لګول. زۀ د جهانګيرى په چوک کښې ولاړ وم د بس انتظار مې کولو د ماسپښين د دوه بجو علامه به وه، د سړک تپ راته مخ سوزولو. سوچ مې کولو چې داسې موسم کښې د کور نه وتل لويه مجبورى وى ګنې ځان په اور کښې سوزول دى. د ځان په شان مې نور ډېر خلق بدحاله په سټاپ ولاړ وليدل. د بس انتظار مې هم کولو او دې سوچ هم وړے وم چې پېسه عجيبه شے دے د ګرمۍ او يخنۍ دواړو علاج ورسره شته دے. بدنصيبه زۀ يم چې تراوسه پورې سائيکل قدرې هم نۀ لرم، وګوره دا هم انسانان دى چې تورې شيشې ئې ځان پسې رابندې کړې دى او په ګرمۍ کښې د “اے سى” د يخو هواګانو نه مزې اخلى. دوى ته ګرمى څۀ وئيلے شى.



په دې سوچونو مې د سوړ اسوېلى نه علاوه څۀ کولے شول، خولې مې وچې کړې؛ خو دا وخت زما د خيال اس د خيال په دشتو کښې بودرۍ وهله. زما د سوچونو واګې راښکلې شوې. څۀ وخت چې زما نظر په يو هلک باندې پرېوتو. دا ماشوم په شکل صورت کښې سُور سپين وۀ سرې غټې غټې سترګې ئې لرلې په ښائسته ګلابى مخ ئې خولې لکه دپشکال د باران بهېدې. وران ويجاړ ويښتۀ ئې داسې لګېدل چې ږمنځ ئې هډو چرته ليدلې نۀ وى. خړې خيرنې جامې ئې څو ځايه شلېدلې وې. زړې شلېدلې چپلې ئې په پښو وې. شونډو ئې پترى نيولى وو، خو بيا هم چې ګاډے به سټاپ ته رانزدې شو نو دۀ به وردؤ کړو او په چغو چغو به ئې ووې:
” يخ جُوس يخ جُوس”
ما چې ددې ماشوم تراړو شونډو ته کتل، نو داسې راته ښکارېده چې هغه پخپله دومره تږے وۀ چې پوره پنځۀ د جوسو ډبى ترې ځار شه خو د هغۀ لاسو کښې خو هيله پنځۀ ډبى وو او کۀ دا هغۀ څښلے وے، نو پاتې به څۀ وو. اے بچيه! تا سره دومره وخت هم نشته چې د اوبونلکې ته لاړ شې او ښې ډېرې اوبۀ وڅښې ځکه چې ګاډے څنګه راشى، نو تۀ په يوه پښه د ټول ګاډى نه تاؤ شې هرې شيشې ته وار په وار ودرېږې په چغو چغو وائې
“يخ جوس يخ جوس”
خو څوک هم جوس وانخلى بعضې وخت کنډکټر ديکه ورکړى رټې سپورې هم ووائى
“مړه اخوا شه سوَرلو ته لار پرېږده”
په دې کښې ګاډے روان شى يو د جوسوډبے هم خرڅ نۀ شى او بيا د نورو ګاډو د راتلو په انتظار شى. ددۀ سترګې تر لرې پورې وازې وى چې څۀ وخت به ګاډے راښکاره شى.
دا وخت زۀ د نمر د ګرمۍ نه د غربت د ګرمۍ په دوزخ کښې بوخت شوے وم. دې طبقاتى نظام ته پام يوړم چې اے مولىٰ دا خو هم ستا د ګوتو جوړ دى دا دومره تفاوت ولې؟ اے مولىٰ دا خو ژوند نۀ دے دا په ژوندون دوزخ ولې؟ پاکه ربه دوى خو ماشومان دى، دوى خو لا ګناه هم نۀ پېژنى!
دا وخت زما د سوچونو الوت نور هم تېز شو عجيبه عجيبه سوچونو واخستم. ددې ملک د واکدارانو د فرېب نه ډک اوازونه مې يو ځل بيا تر غوږ شول.
تعليم، صحت، روټۍ، کپړه، مکان، روزګار.
د ډېر قهر نه مې په مخ د سُور انقلاب سرې نخښې خورې ورې شوې دکارل مارکس د روح په لور مې بې اختياره چغه وويسته، لېنن مې وړلزوۀ، باچان مې وژړوۀ. ما هم د اجمل خټک بغېر جنجه سرې ډولۍ ته وژړل. ما دوى ټولو ته تېرې تېرې کريکې ووهلې؛ خو دو‌ى ماته په غريو نيولى اواز دومره ووې چې:
” مونږه ددغه غريبو انسانانو نه ډېر خفه يو. دوى په خپله ګټه تاوان نۀ پوهېږى. دوى خپل دماغ نۀ لرى. دوى ټول استعمال کړے شوى دى. دوى په خپله د خپل ځان دښمنان دى. د دوى ذهنونه مفلوج کړے شوى دى.”
زۀ لا دوى سره په خبرو وم ګيلې مانې مو خپلو کښې کولې چې ناڅاپه مې يو غرب تر غوږ شو. چې ما وکتل نو دغه ماشوم ګاډى لرې غورزولے وۀ. او د “يخ جوس يخ جوس” اوازونه دغه وخت په زوېرګو کښې بدل شوى وو. لږ ساعت پس دغه زوېرګى د همېش همېش دپاره غلى شول. د يخ جوس ډبى په سړک خوارۀ وارۀ پراتۀ وو.
زۀ ئې خوا ته نزدې شوم دوه تړمې اوښکې مې توئې کړې او لکه د نورو خلقو مې خپل لاسونه په تقليدى انداز کښې لوئې مولىٰ ته پورته کړل.
“خدائى دې وبخښى”ـ

[suffusion-the-author]

[suffusion-the-author display='description']

 Leave a Reply