Jun 042007
 

فنکاره

چې څنګه ورته خداې پاک ښائسته لوړه ځوانى ورکړې وه دغه شان لکه د شپېلۍ خوږ اواز ئې
هم ورکړے وۀ. چې څۀ وخت به دا سټېج ته راروانه وه، نو داسې وزن دار قدمونه ئې
اوچتول لکه چې هر قدم سره په زرګونو زړونه اوچتوى او چې څۀ وخت به سټېج ته راورسېده
نو مائيک به ئې لاس ته کړو. دنګه غړۍ به ئې اوچته کړه، زلفې به ئې يو طرف ته ووهلې
او بيا به ئې تورې غټې سترګې ناستو خلقو ته راواړولې. دغه وخت به خلقو فرمائشونه
شورو کړل. هغې به په پستو سرو شونډو په مسکا کښې ووې:
" د ټولو فرمائشونه به پوره کړم."

هغې به د
خپل خوږ اواز په جادو خلق غوږ غوږ کړل. په ټوله مجمعه به ئې د خاموشۍ جادو چُف کړو.
په دې مجمعه کښې به د هر چا احساس زيږ زيږ وۀ د چا احساس به دغې خوندور اواز ډېر
لرې بوتلے وۀ د چا نظر به د هغې په مهين بدن ټپکى خوړل او د چا وجدان به د هغې په
سپرلى بدن کښې په الهام ولګېد.
څۀ يوه ورځ نۀ وه، ډېرې ورځې ډېرې مياشتې او ډېر کلونه داسې تېرېدل چې ټوله فضاء به
د هغې په خوږ اواز ګوته په خُلۀ پاتې کېده. د هر چا په خُلۀ به دغه دعا وه:
"خداې دې پرې تود باد نۀ لګوى. داسې فنکارې چرته دى. دا خو د فن او د ثقافت مخ په
وړاندې بوتلو يوه معجزه ده. د اسې اوازونه خو زړونه راوچتوى. داسې اوازونه خو فطرت
چېړى. داسې اوازونه خو روح ته خوراک ورکوى. داسې اوازونه خو د زړونو ښېرازى او
سوکالى ده."
په مجمعه کښې نورو کسانو به ووې:
"صرف اواز خو نۀ دے د ظالم لور په ګوتو جوړه شوې ده. هسې اوازونه خو ډېر دى خو دا
ځوانى اؤ دا ښائست خو سړے خورى."
بل پکښې ووې
"هو، بالکل، په ايمان چې د پنجرو د ساتلو ده؛ خو غريبى بد شے دے سړى ته هره لار
اوښائى"
بل ووې
" نا! وروره د غريبۍ خبره نۀ ده. دې فن دې ته څومره عزت ورکړے دے د يو يو پروګرام
څومره پېسې اخلى او ښۀ په درناوى ئې خلق راولى"
بل ووې
"هو نن سبا خو ددې شهرت په ټول ملک کښے خور دے په ټوله فضاء ددې د خوږ اواز راج دے"
په ټولګى کښې ناست يو ځوان مخ وروګرځولو وې ئې:
"داسې ډېر اوازونه او ډېرې ښائسته ځوانۍ د دولت په پارسنګ کښې تلې دى."
دغه شان د ژوند د ګهړۍ ستن مخ په وړاندې ګرځېده. پروګرامونه به کېدل. تماشې به
کېدلې. ددغې خوږ اواز په زړونو حکومت جارى وۀ. پېسې به نوستې شوې. دومره نوټونه به
ونوستے شول چې سټېج به د نوټونو ډک شو. چې څومره به نوټونه سېوا کېدل دومره به د
دوکړى مار ورغوو غوبل تړلو، هومره به د شپېلۍ اواز اوچتېدو، دومره به د رباب ترنګ
مستېدو.
خو نن هاغه فنکاره نشته، چې ستړى زړونه د ګوتې ونيسى، نن هاغه فنکاره نشته چې د
نظرونو ستومانى وباسى. نن هاغه فنکاره نشته چې سپرلى وشرموى، نن هاغه فنکاره نشته
چې فطرت د ځان په تماشه کړى، ځکه چې نن د هغې فنکارې په انارى مخ د ملکيت تور پلو
راخور دے. نن د هغې فنکارې په خوږ اواز د يو دولت مند سړى د دولت خپسه ناسته ده.

[suffusion-the-author]

[suffusion-the-author display='description']

 Leave a Reply