Jun 082007
 

افسانې

څنګه چې فلائنګ کوچ په تېز رفتار زغلېدۀ دغه شان د جمال سوچونه هم په تېزۍ زغلېدۀ. ځکه چې هغه ادبى اجلاس ته روان وۀ او دۀ ته د خپلې افسانې “قانون” خامۍ او خوبې وړاندې وړاندې کېدې، ځکه چې نن د هغۀ افسانه تنقيد ته وړاندې کېده. خو ددۀ د سوچونو کړۍ هغه وخت وشلېدې څۀ وخت چې ددۀ په خوا کښې يو زلمى سګريټ بل کړو. دۀ خو ورته په خُلۀ هيڅ ونۀ وئيل ولې اکر ئې ورته خراب شول او دې سوچ يوړو چې عجيبه خلق دى هډو دا سوچ نۀ کوى چې زما په داسې حرکت به بل ته څومره نقصان ورسى او چې څۀ وخت په فلائنګ کوچ کښې ناست په يو سپين ږيرى د لوګى د وجې ټوخے ولګېدو نو دۀ ددې زلمى نه په تريو تندى تپوس وکړو



“روکے تۀ څۀ کار روزګار کوې؟”
زلمى ورته د تکبر نه ډکه لهجه کښې ووئيل
“زۀ په محکمه ماحوليات کښې نوکر يم”
په دې خبره جمال دۀ ته د څۀ وئيلو دپاره خُلۀ جوړوله چې د کنډکټر او د يوې سورلۍ شور زوږ ورته پام بدل کړو؛ خو د دوى دا ټول شور زوږ او شَر د ډرائيور استاذ په يوه خبره ختم شو چې هغۀ خپل کنډکټر ته ووئيل
“ورکړه مړه خو پنځۀ روپۍ دى کنه، پېسه څۀ شے دے. اصل څيز عزت دے. عزت د خدائې نه غواړه. پېسه خو د لاس خيرے دے”.
د ډرائيور استاذ په دې خبرو جمال په چپه خُلۀ افرين ووې چې وګوره څومره هوښيار سړے دے څومره پوخ عقل لرى چې عزت هم پېژنى او شَر هم نۀ خوښوى. دۀ يو ځل بيا په داسې ځوانانو شاباسے ووې
“کۀ مونږ سره داسې ځوانان پېدا شول نو بيا کمے به د څۀ وى. داسې ځوانان چې عزت پرې ګران وى”.
دۀ يو ځل بيا په خوا کښې ناست بدتميزه په محکمه ماحولياتو کښې نوکر زلمى ته په زړۀ زړۀ کښې بد رد ووئيل او کۀ ددۀ د وسه وے نو ډرائيور استاذ به ئې ددۀ په ځائې په محکمه ماحولياتو کښې نوکر کړے وۀ او د ماحولياتو په دغه نوکر به ئې غويان څرولى وو.
جمال يو ځل بيا خپله افسانه کښې ډوب او د فروشى کاکا د غم او د غصې نه ډکو مکالمو ته فکر يوړو. څۀ وخت چې د هغۀ د زوى قاتل برى شو فروشى کاکا به کله د جج صيب مخ ته کتل او کله د جج صېب مخې ته پروت د انصاف ميزان ته او کله به ئې په عدالت لګېدلى د قائد اعظم تصوير ته.
“جج صېب! ستاسو د قانون دې فېصلې پورې به زما د زوئى روح خندا کوى. جج صېب! تاسو ښۀ ونۀ کړل زۀ به خپل زخمى زړۀ نور په څۀ ټکورؤم. زۀ به د هغۀ دردېدلې مور ته څۀ وايم چې ستا د زوى قاتل ولې برى شو”.
دغه وخت د فروشى کاکا نظر په عدالت کښې لګېدلى د قائداعظم په تصوير يو ځل بيا پرېوتو لکه چې هغۀ ته د “ولې” جواب ملاؤ شوے وى خو ددۀ سترګې دغسې بيا د جج صېب مخې ته لګېدلې د انصاف په ميزان ولګېدې. دغه وخت ددۀ ګيلې نورې هم سېوا شوې. جج صېب ته مخامخ شو، وې:
“جج صېب! زما زوې ډېر بې ګناه وژلے شوے دے. هغۀ د حق اواز اوچت کړے وۀ. هغۀ د قام او د ملک د ښېرازۍ خبره کړې وه. دا خبره هر چاته معلومه وه چې د کلى ځنګل وزير صېب سېزلے وۀ؛ خو څوک د جابر ظالم په وړاندې د هغۀ ظلم په ګوته کولے شى جج صېب! هر چاته پته ده چې د ځنګل په ځائې چا د سګرېټو کارخانه لګولې ده جج صېب! هر چاته پته ده چې هغه شين او ګور ځنګل کوم چې په سوونو ايکړه وۀ چا پرې تېل اچولى وو په څۀ غرض په دې غرض چې د کلى شاملات قبضه کړى او ځان ته پکښې کارخانه ولګوى جج صېب! زما زوې په حق وئيلو تورو خاورو ته لاړو.”
د جمال په افسانه کښې بوخت خيالونه هغه وخت ګډوډ شول څۀ وخت چې ئې د ډرائيور سيټ نه د يوې زنانه دا چغې تر غوږ شوې چې:
“دله، بې غېرته، بې عزته دووسه خنزيره خپله مور خور نۀ لرې”.

[suffusion-the-author]

[suffusion-the-author display='description']

 Leave a Reply