Jun 082007
 

چغې

تراب خپل د دريو کالو ګلالے خپلې سينې سره نيولے وۀ او دا ئې تلوسه وه چې څۀ وخت به
هسپتال ته ورسى چې ډاکټر صېب ددۀ د زړۀ ټکړه وګورى او داروګان ورته ورکړى چې ددۀ د
سينې دردونه قلار شى. کۀ ددۀ په وَس کښې وے نو فلائنګ کوچ به د سترګو په رَپ کښې
رسېدلے وۀ او هډو چرته سټاپ به ئې نۀ وۀ کړے؛ خو څۀ ئې کړے وے د بل د وس کار وۀ او
چې يو ځل ددۀ ګلالى ټوخى سره ساه ونيوله نو په دۀ وارخطائى راغله او ډرائيور ته ئې
ووې
" اُستاذ لږ تېز ځه ډېر مۀ ودرېږه."

په دې خبره
ورته ډرائيور استاذ د قهر نه ډکې سترګې راواړولې او ورته ئې ووې:
"صوفى کۀ ډېره تلوار دې وى نو ټيکسى کښې لاړ شه په دې ما شپږ لکه روپۍ بندې کړې دى
تش ئې په روډ نۀ شم زغلولے".
د ډرائيور استاذ په دې خبره د تراب خُلۀ تر هسپتاله بنده وه او چې د بچى زوېرګى به
ئې زيات شول نو دۀ به دومره وکړل چې دغه رنځور بچے به ئې سينې سره جُخت کړو او د
محرومۍ په نظر به ئې ورته وکتل او بيا به ئې په چپه خُلۀ د سوالونو نه ډکې سترګې
ډرائيور استاذ ته واړولې او ځان سره به ئې ووې
"ډرائيور استاذ ډېره ښه مشوره دې راکړې ده چې په ټېکسى کښې لاړ شه. ډرائيور استاذ
ستا ډېره مننه؛ خو ولې تۀ نۀ ئې خبر چې د ټېکسى ډرائيور هم لکه ستا په شان په سينه
کښې د کاڼى زړۀ لرى. ما سره دومره پېسې کوم ځائې دى چې ټيکسى پرې وکړم. د ټيکسۍ
والا خو څوک خېراتى نۀ بوځى او بيا خو صرف ټېکسى کول نۀ دى داروګان به هم اغشتل
غواړى."
څنګه څنګه چې د تراب د انسانى مشين نه ګيلې سېوا کېدې هومره هومره د هغۀ د بچى
تکليفونه سېوا کېدل او د بچې د زوېرګو سره سم به ددۀ مخې ته د ډاکټر صېب تصوير
ودرېدو. ددۀ بچے به ئې وکتو، يوه ستن به ئې ورته ولګوله او د سترګو په رَپ کښې به
روغ رمټ شو. او ډاکټر صېب ته به ئې ډېرې دعاګانې وکړې خو چې بچى به بيا زوېرګے وکړو،
نو دے به بيا اندېښنو واخستو او په زړۀ کښې به ئې ووې
"خدايه هسپتال زر راولې"
په دې کښې تراب هسپتال ته ورسېدو. دا وخت ددۀ محرومو لږه ساه واخسته او اوږدۀ اوږدۀ
قدمونه ئې د اېمرجنسى په لور اوچت کړل او په دروازه کښې ولاړ اردلى سره مخ شو. هغۀ
ورته ووې
"دلته خو ډاکټر صېب وزګار نۀ دے يوه اېمرجنسى اټېن کوى ماشوم او. پى. ډى. ته بوځه
هلته به ئې د ماشومانو ډاکټر وګورى".
تراب د خبرې اورېدو سره سمدستى د او. پى. ډى. لار ونيوله او د ډاکټر صېب د کمرې مخې
ته ودرېدو. د ډېر ساعت انتظار کولو نه پس دۀ دروازه وټکوله. يو اردلى د دننه نه
راووتو او په غصه کښې ئې ووې
"څۀ چل دے، چې په تمبه دې راايښى دى؟"
او دۀ چې ورته څو وئيل "چې"، نو بيا اردلى تمبه بنده کړې وه. دۀ بيا انتظار شورو
کړو؛ خو چې زغم ئې تمام شو نو بيا ئې تمبه وټکوله. اردلى بيا راووتلو او دۀ ته ئې
ووې
"هسې دې ملک شړشم کړے دے لا خو ډاکټر صېب هم نۀ دے راغلے اخوا کېنه چې ډاکټر صېب
راشى نو اواز به درته وکړم چيټ راکړه".
تراب چيټ ورکړو خو اردلى ورته دا هم ووې چې نمبر دې د ټولو روستو دے. په دې خبره د
تراب مازغو کښې د احساس محرومۍ چغې نورې هم سېوا شوې
" خدايه عجيبه ملک دے او عجيبه ئې نظام دے يو انسان مرى او بل ورته خاندى. دلته
انسان د انسان وينې څښى، په مرۍ ورته ګوتې کېدى، د انسانيت توهين لوې کار ګڼلے شى،
رحم نشته، انسانانو نه د سرو زرو بوتان جوړ شوى دى، دې بوتانو اوس د انسانانو ځائې
نيولے دے، داسې بوتان چې خبرې هم کوى، خوراک هم کوى، ګرځى هم او په قوم، ملک حکومت
هم کوى. دا به لا تر کومې وى."
دۀ لا دا سوچونه کول چې يو زلمى ددۀ د بچى د بد حال په ليدو ددۀ د سوچونو کړۍ ماته
کړه. څه وخت چې دغه زلمى ددۀ په اوږه لاس کېښودو
"کاکا تۀ به تر کومې انتظار کوې ددې ډاکټرانو هيڅ پته نۀ لګى بهر ئې پرائيويټ ډاکټر
ته وښايه"
دا خبره د تراب خوښه شوه خو… زلمى ته ئې دومره ووئيل
"وروريه ښۀ دې ووې"
اؤ د او. پى. ډۍ نه بهر روان شو او په لار ئې ځان سره سوچونه کول چې يره دا مونږ
ولې داسې يو. خدايه مونږ کښې به د ذمه وارۍ احساس کله پېدا کېږى. خدايه مونږ به تر
کومې په دې اورونو کښې سوزو، خدايه دا اور به کله مرى."
ددۀ د محرومو چغې هاغه وخت لږې ساه نيولې شوې څۀ وخت چې دۀ يوه نيم ځالې ښځه وليده
چې چغې وهى په کټ ورغوټه کېږى او خلق ئې ترېنه بېرته کوى او چې دۀ وکتل نو يو د
ښائسته وجود او ښائسته جوسې هلک ئې په کټ کښې مړ د اېمرجنسى مخې ته وليدو. زړې او
خرابې جامې ئې اغوستې وې. داسې معلومېده چې مزدورکار وى او د مزدورۍ کولو په دوران
کښې مړ وى. او مور ئې په مخ سر وهلو کښې وئيل
"وئ بچيه! ذرې ذرې لاړې ما خو درته کوېدن کوله. وئ بچيه! زۀ دې چاته پرېښودم. زما
بچيه! پردو مزدورو ذرې ذرې کړې. وئ ددې ډاکټرانو خداې وېخ وباسه په يوه ګېنټه کښې
درته يو هم رانزدې نۀ شو. ګنې زما بچے به ښۀ شوے وۀ. وئ زما بچے بجلۍ ووژلو. زما
بچے پکى مړ کړو. وئ ظالمه! پکيه! زما په بچى دې هوا ولې سود نۀ وه. ولې دې زما بچے
ووژلو."
او په دې کښې کسانو کټ په ډاټسن کښې واچولو او روډ ته ووتل؛ خو د مور د مينې او
محبت چغې نورې هم سېوا کېدلې. ډاټسن د نمرخاتۀ په لور روان شو.
د تراب د مور د مينې چغې لا د مازغو نه نۀ وې وتلې چې دې کښې ئې نورې چغې تر غوږ
شوې خو دغه چغې "بلې بلې، هلائى هلائى، شاباسې او د ډولکو تورو" وې او دغه چغې د يو
بل ډاټسن نه راتلې او دغه ډاټسن د ځوانى مرګ ډاټسن سره خوا کښې راتېر شو او د قبلې
په لور روان وۀ. تراب ته په دواړو ډاټسنو کښې دومره فرق ښکارېدو چې د ډاټسنو سمتونه
د يو بل نه جدا وو او بله دا چې په دواړو ډاټسنو کښې د خلقو د چغو کېفيت جدا جدا وۀ
او دے لا د دغو خلقو د چغو د معائنې نه نۀ وۀ اوزګار چې ناڅاپه ئې خپلې رنځورې د
زړۀ ټکړې ته پام شو. دغه وخت دۀ خپل لاس د بچى په سترګو راښکۀ او خُلۀ ئې ورله بنده
کړه او هغۀ داسې محسوس کړه لکه چې د هغۀ خواوشا ټول خلق په چغو سر دى او د دغو چغو
اخرى حد په تراب تمام شوے وى.

٢٠ فرورى ٢٠٠٢ء

[suffusion-the-author]

[suffusion-the-author display='description']

 Leave a Reply