Jun 082007
 

اِنا لله
وَاِنا اِلَيْهِ رَاجِعُون

نن د اختر منير د ګوتو د وېنا دنيا ګونګه وه ګوتې ئې شلې وې ولې د تخيل الوت ئې
دومره تېز وۀ چې د احساس په وزرو تر لرې لرې د خيال په دشتو کښې ګرځېدۀ او چې کله
ئې خيال په ځائې شو نو د صوفې نه پاڅېد نېغ لاړ برش ئې راواخستۀ او خپل نيمګړى
تصوير ته ودرېدۀ او چې څنګه ئې برش تصوير ته نزدې کړۀ نو ګوتې ئې ودرېدې. بس برش ئې
کېښود او بيا صوفې ته لاړ. دم ختلے کوږ ووږ کېناستو او سترګې ئې په کمره کښې لګېدلو
تصويرونو او سينرو کښې وټومبلې. نن ددې تصويرونو خالق خپل تخليق ته پام وړے وۀ. بيا
پاڅېدۀ او يو تصوير ته ودرېدۀ او ځان سره وګوڼېدۀ
"اوهو دا ځوانى، دا خمار، دا جمال، دا جلال، دا انداز، دا کمال، دا ښائست"

دې خبرو
سره ئې په شونډو نرۍ مُسکا خوره وره شوه بيا ئې په تصوير پستې غوندې ګوتې راښکلې
سوړ اسوېلے ئې وکړۀ يو وړوکے غوندې قدم ئې واخستو او بل تصوير ته مخامخ شو او بيا د
ځان سره وګوڼېدۀ
"اوهو، دا حال، دا وخت، دا مايوسى، دا وېزارى، دا محتاجى، دا پيرى"
دۀ بيا يو سوړ اسوېلے وکړو. د سترګو نه ئې چشمې لرې کړې او دواړه لاسونه ئې په مخ
کلک کلک ومښل. بيا ئې په دواړو سترګو مسواکې ګوتې کلکې کلکې راښکلې. چشمې ئې په
سترګو کړې او يوې سينرۍ ته ودرېدو او ځان سره بيا په خبرو شو
"اوهو دا سپرلے، دا شينکے، دا شنې اوبۀ، دا ابشارونه، دا شنې ونې، دا ګلان، دا
پتنګان، دا مستې هواګانې، دا ښائسته ماځيګر، دا زړۀ راښکونکے منظر"
دې خبرو سره ددۀ په مخ يو ځل بيا مُسکا خوره وره شوه مخ ئې ورڼېدو او بل قدم ئې
اوچت کړو او يوې بلې منظرکشۍ ته پام يوړو. او دا ځل ددۀ په مخ يو ځل بيا د مايوسۍ
نخښې خورې ورې شوې او يو ځل بيا ځان سره لګيا شو
"اوهو دا خزان، دا لغړې ونې، دا سپېرۀ بادونه، دا تضاد دا دومره لوئې تفاوت، دا
تشدد، دا ظلم"
دې خبرو اختر منير سر وڅنډلو. څۀ بلها اسوېلى ئې پورته شول، ولې دا ټول اسوېلى د
سينې دننه پاتې شول. دۀ بيا قدم اوچت کړو او يوې بلې منظرکشۍ کښې بوخت شو. دې
منظرکشۍ د اختر منير کېفيات نور هم بدل کړل او دا ځل لږ په زوره لګيا شو
" توبه! دا تشدد، دا انتها، دا دومره زيات تفاوت، دا دومره لوئې قهر، دا دومره لويه
تباهى. خپل تخليق سره دا سلوک کول".
ددې خبرو نه پس اختر منير په زوره زوره ووې
" دا د تشدد انتها ده. دلته هر څوک د تشدد نه کار اخلى. فطرت هم د تشدد يوه حصه ده.
تشدد څۀ ته وائى؟. اول ځوانى او بيا پيرى. کله سپرلے او کله خزان. کله ګرمى او کله
يخنى. دا ټول تشدد دے، چې تشدد نۀ دے نو نور څۀ دى چرته انسان چونګ اوبو پسې مرى او
چرته انسانان په اوبو کښې ډوب شى، چرته انسان د ګرمۍ نه مرى نو بل ځائې د يخنۍ نه
مرى. دا تضاد نۀ دے نو نور څۀ دى چې دا تشدد نۀ دے نو نور څۀ دى. کۀ په فطرت کښې
تشدد نۀ وۀ نو بيا سيلۍ، طوفان، زلزله او ږلۍ به هم نۀ وه. دا ټول تشدد دے. فطرت هم
د تشدد نه ډک دے."
په دې خبرو خبرو کښې د اختر منير نظر په يو فلېپ پرېوتو او بيا ئې ترې زر سترګې
راوچتې کړې وې ئې
" نا! تا سره خو هډو خبرې نۀ کؤم تۀ زما مور نۀ شې کېدے تۀ دروغ ژنه ئې تا ماته ددې
دنيا ډېر صفتونه کړى وو تا ما سره لوظ کړے وۀ چې بچيه زۀ به تا سره يم زۀ به د دنيا
تود باد تاته نۀ پرېږدم. د دنيا ټول غمونه به په خپل سر اخلم خو تا داسې ونۀ کړل.
مورې تا زۀ يواځې په دې سپېره دنيا کښې پرېښودم او تۀ رانه لاړې. مخ دې رانه د تورو
خاورو په څادر کښې پټ کړو ځکه چې تۀ ماته ملامته ئې، تۀ ماته مخ نۀ شې نيولے. تا
ماته دروغ وئيلى وو. تا ما سره دهوکه کړې ده. تا زۀ دلته ولې راوستم تۀ هم لکه د
فطرت د تشدد نه ډکه ئې تۀ هم د فطرت يوه حصه ئې."
او دې خبرو خبرو کښې دے يو بل فلېپ ته مخامخ شو او دۀ سره په خبرو شو
" تۀ خو بيا هم د مور نه مې لږ ښۀ ئې، ځکه چې تا دې سپېره دنيا کښې ما سره پوره
دېرش کاله تېر کړل او مور راسره ايله لس کاله تېر کړى دى. تۀ بيا هم ښۀ ئې بابا، تۀ
بيا هم ښۀ ئې؛ خو دومره هم ښۀ نۀ ئې، ځکه چې تۀ هم مور پسې لاړې بيا به دې زۀ هم
بوتلے وم کنه بابا! تاسو دواړو ما سره دهوکه وکړه زۀ مو لکه د ماشوم په دې دنيا کښې
په لوبو کړم او تاسو رانه پټ شوئ تاسو دواړو د فطرت يوه حصه يئ."
په دې خبرو خبرو کښې د اختر منير د مخ آثار بدل شانې شول. غاښونه ئې وچيچل چې وروکه
کړه دا دنيا دلته ژوند تېرول هسې فضول دى دا ژوند ټول مصيبت دے. په ځائې ددې چې سړے
ګام په ګام مرى نو په يو ځل مړ کېدل ترې ښۀ دى. خودکشى کوم بس دے خودکشى کوم.
دۀ يو خوا بل خوا وکتل چې ځان په داسې اسلحه وژنم چې ګناه ګار هم نۀ شم او مړ هم شم.
زۀ نن داسې خودکشى کوم چې فطرت ته هم په خپل تشدد شرم ورشى. کۀ فطرت مونږ ته فرېب
راکولے شى نو زۀ هم فطرت ته جواب ورکولے شم.
پاڅېدو د صبر چاړه ئې راواخسته په خپله سينه کښې ئې په دواړه لاسه وټومبله او خُلۀ
ئې د اِنا لله وَاِنا اِلَيْهِ رَاجِعُون په لفظونو خوزېده.

٧ نومبر ٢٠٠٦ء
 

[suffusion-the-author]

[suffusion-the-author display='description']

 Leave a Reply